میتودیزم
میتودیزم یا هم روش پالنه چې د میتودیست غورځنګ په نامه هم یادیږي، د پروتستاني مسیحیت د تاریخي فرقو یوه ډله ده، چې د عقیدې، باور او عمل ریښه یې د جان ویسلي له عقایدو، باورونو او ژوند نه سرچینه اخلي. جورج وایتفلد او د جان چارلز وسلي ورور هم د دې غورځنګ د مهمو لومړنیو رهبرانو له ډلې نه وو. هغوئ له دې امله چې «د یوې منظمې طریقې په رامنځته کولو سره یې خپله عیسوي عقیده ترسره کړه» میتودیست ونومول شوو. میتودیزم د یو رغوونکي او احیاګر غورځنګ په توګه په اتلسمې پېړۍ کې یې د انګلستان له کلیسا نه سرچینه واخیسته او د ویسلي له مړینې وروسته په جلا ډلې او فرقې بدل شو. دا غورځنګ د بریټانیې، متحده ایالتونو په ټولې سترواکۍ کې او تر هغې ورهاخوا د ژور او شدید تبلیغي کار له امله وده وکړه او نن ورځ ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۰ میلیونه پلویان لري.[۱][۲][۳][۴]
د ویسلي الهیات او عقاید، چې د میتودیست اړوندو کلیساوو له خوا یې ملاتړ کېږي، د ایمان او عقیدې په تقدس او د یو مسیحي په شخصیت باندې د ایمان په بدلېدونکو اغېزو باندې ټینګار او تمرکز کوي. بېلابېلې لارښوونې لکه نوی زېږون، ډاډمنتیا، د ریښتینولۍ حق، د بشپړ تقدس او سپېڅلتیا امکان او د تقوا اړوند کارونه په کې شامل دي. سپېڅلی کتاب د یوې اصلي مرجع په توګه په پام کې نیول کېږي؛ خو میتودیستان د تاریخي عقایدو او باورونو ترڅنګ عیسوي دود او دستور ته هم کتنه کوي. ډېری میتودیستان داسې لارښوونې کوي چې حضرت عیسی مسیح د خدای زوی، د ټول بشریت لپاره مړ شو او د ژغورنې لار یې د ټولو لپاره د لاسرسي وړ ده. دا یوه ارمیني لارښوونه ده، چې د کالوینستي باور پر خلاف چې خدای تعالی د یوې ډلې د خلکو ژغورنه له مخکې ټاکلې ده. همداراز وایتفلد او د غورځنګ څو تنه نور لومړني مشران کالوینیستي میتودیستان بلل کېږي او د کالوینستي مقام درلودونکي دي. [۵][۶][۷][۸][۹]
میتودیزم د مسیحیت د تبلیغ سربېره، د رحمت او مهربانۍ عملي کولو له لارې په خیریه کارونو، د ناروغانو، بېوزلو او ناچارو په ملاتړ هم ټینګار کوي. دا ارمانونه چې په ټولیز ډول د ټولنیز انجیل په توګه پېژندل کېږي، د روغتونونو، یتیم خونو، مرستونونو او ښوونځیو په تأسیس او جوړولو سره د انجیل په خپرولو او ټولو خلکو ته د خدمت کولو په موخه د عیسی مسیح د فرمان د ملاتړ لپاره عملي کېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
دا خوځښت د عبادت بېلابېل ډولونه لري، چې مذهبي دودونه یې له لوړې کلیسا نه تر ټیټې کلیسا پورې، همداشان د بېلابېلو خیمو او د اردو یا کیمپونو په غونډو کې چې د کال په ځانګړو وختونو کې برابرېږي، ترسره کېږي. داسې یو شمېر ډلې او ګروپونه چې د بریټانیا له میتودیستي دود او دستور نه سرچینه اخلي عموماً په کمه کچه تشریفاتي دي، حال دا چې امریکایي میتودیزم په تېره بیا د میتودیست متحده کلیسا یې تر ډېره ملاتړ کوي. میتودیزم د خپل بډایه میوزیکي دود پر بنسټ پیژندل شوی او چارلز ویسلي د میتودیزم د ډېریو سرودونو د لیکلو په برخه کې اصلي رول لوبولی دی. [۱۵][۱۶][۱۷]
لومړني میتودیستان د اشرافو په ګډون د ټولنې له ټولو برخو ټاکل کېدل؛ خو میتودیستي مبلغینو دا پیام هغو کاریګرانو او مجرمینو ته، چې په هغه وخت کې دې ته لېوال وو چې له سازماني یا تنظیم شوي مذهب نه بهر پاتې شي، ورساوه. په بریټانیا کې د میتودیست کلیسا د (۱۷۶۰ – ۱۸۲۰) ز کلونو په لومړیو لسیزو کې د مخ پر ودې کاریګرې طبقې باندې ډېر اغېز درلود. د امریکې په متحده ایالتونو کې دا دین ډېری د غلامانو په دین بدل شو، چې وروسته یې بیا د میتودیست په دود او دستور کې د تورپوستو کلیساوې جوړې شوې. میتودیستان له تاریخي پلوه له نړۍ سره د سازښت او انطباق د نه لرلو د عقیدې پر بنسټ ډېر مشهور او پېژندل شوي دي، چې له تیتوتالیزم، د قمار منع کول، د ټولګي په جلسو کې د منظم حضور او د جمعې ورځې د روژې نیولو مراعت کولو اړوندو دودیزو ستندردونو په بڼه راڅرګند شوي دي.[۱۸][۱۹][۲۰]
سرچینې یا ریښې
[سمول]په انګلستان کې د میتودیست بیا ژوندي کول د یو شمېر نارینه وو، لکه جان ویسلي (۱۷۰۳ – ۱۷۹۱) او د هغه کوچني ورور چارلز (۱۷۰۷ – ۱۷۸۸) سره په ۱۸ ز پېړۍ کې د انګلستان په کلیسا کې د یو حرکت یا غورځنګ په توګه پیل شول. د ویسلي ورونو په اکسفورد پوهنتون کې «سپېڅلی کلب / بهیر» پرانیست، چې هلته جان لومړی همکار او بیا وروسته د لینکلن پوهنتون استاد و. دې کلب یا بهیر به هره اونۍ ناستې دایرولې او ټولو یې په سیستماتیکه توګه سپېڅلی ژوند پیلاوه. دوی ټول داسې عادت شوي وو، چې هره اونۍ ماسختن مهال ذکر یا دایره وکړي، په منظمه توګه روژه ونیسي، له ډېرو چکرونو او تفریح نه ډډه وکړي او په دوامداره توګه د ناروغانو، بېوزلانو او دغه راز بندیانو لیدو ته ورشي. دا بهیر یا انجمن د هغې طریقې له امله چې د خپلو دیني اموراتو د ترسره کولو لپاره به یې له «قاعدې» او «طریقې» نه کار اخیسته د خپلو ملګرو او همدوره زدهکوونکو له خوا د «میتودیست» په توګه پېژندل کېدل. جان چې د دې بهیر یا انجمن مشر او سرلاری و، دا هلې ځلې یې لومړی مسخره وګڼلې او وروسته یې بیا د ویاړ او افتخار لقب ورکړ. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
جان او چارلز ویسلي دواړه په ۱۷۳۵ ز کال کې د جورجیا مستعمرې د بنسټ ایښودونکي جنرال جیمز اوګلتورپ په بلنې سره امریکا ته لاړل، ترڅو د امریکا د بومیانو لپاره د ساختماني چارو او تبلیغي چارو وزیران اوسي. دا دواړه ورونه چې په خپل کار کې ډېر بریالي نه و، نو د ریښتینې مسیحي عقیدې او باور د نه موجودیت په پوهېدلو سره بېرته انګلستان ته راوګرځېدل. هغوی له پیتر بولر او د موراویا کلیسا له نورو غړو سره د مرستې په لټه کې وو. د ۱۷۳۸ ز کال د می میاشتې په ۲۴مه نېټه په الدررګیت کې د موراویایي په یو لړ مراسمو کې جان هغه څه تجربه کړل، چې د هغه په انجیلي باندې د تبدیلېدو په نامه یادېږي، یعنې هغه مهال کله چې هغه داسې احساس وکړ، چې «زړه یې په عجیبه توګه ګرم شوی دی». هغه د خپلو خاطراتو په کتابچه کې لیکي: «داسې احساس مې درلود، چې د ژغورنې لپاره مې په مسیح(ع)، یوازې مسیح(ع) باور وکړ او ماته دا ډاډ راکړل شو، چې هغه زما ګناوې، حتی زما خطاوې ټولې لرې کړي او زه یې د ګناه او مړینې له قانون او شریعت نه ژغورلی یم.» چارلز هم څو ورځې مخکې دې ته ورته تجربه بیان کړې او ښودلې وه. دا چې دا یوه اساسي او بنسټیزه شیبه ده، د دې په پام کې نیولو سره دانیل ال برنت لیکي: «د الدرسګیت (جان، ویسلي) د تجربې ارزښت او اهمیت نه هېرېدونکی دی، له دې پرته د ویسلي نوم او میتودیزم به تر ډېره حده د کلیسا د تاریخ اړوند پاڼو کې د پاورقیو یا کوچنیو نوټونو نه زیات بل هیڅ شی هم نه وي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د ویسلي وروڼو سمدلاسه په کورونو، مذهبي ټولنو او بېلابېلو کلیساوو کې بېلابېلو وګړو او ډلو ته د ایمان له لارې د عقیدې په واسطه د ژغورنې تبلیغ پیل کړ، چې د انجیلي مبلغینو پر وړاندې یې د خپل تبلیغ دروازې نه وې تړلې. جان ویسلي د هالندي ژبې ویونکي ژاکوبس ارمینیوس (۱۵۶۰ – ۱۶۰۹) تر اغېز لاندې راغی. ارمینیوس هغه کالوینستي عقیده او باور رد کړی و، چې ویل یې؛ خدای تعالی د خلکو له ډلې یو شمېر یې ابدی سعادت ته رسولي و، حال دا چې نور د ابد او دایم لپاره هلاک شوو. د دې پر خلاف جورج وایتفېلد (۱۷۱۴ – ۱۷۷۰)، هاول هاریس (۱۷۱۴ – ۱۷۷۳) او سلینا هستینګز او کنتس هانتینګتون (۱۷۰۷ – ۱۷۹۱) ددې له امله چې کالوینیستي میتودیستان و ډېر مشهور وو.[۳۰][۳۱][۳۲]
جورج وایتفیلد په جورجیا کې له خپل ماموریت نه د بېرته راګرځېدو پر مهال د ویسلي له ورونو سره یوځای شو، چې په چټکۍ سره دا جګړه په یوې ملي صلیبي جګړې بدله شوه. وایتفیلد چې د ویسلیانو زدهکوونکی او همداراز په اکسفورد کې د سپیڅلي بهیر یا کلب فعال او مخکښ غړی و، د خپل بې ریا او دوره یي خدمت پر بنسټ، چې په ازاده هوا کې به یې د زرګونو خلکو په منځ کې تبلیغ کاوه شهرت ترلاسه کړ. د وایتفیلد په څېر د خدمت د پراختیا په برخه کې د جان ویسلي یو اساسي ګام په کروندو، انبارونو او د کلیساوو په انګړونو کې هغو خلکو ته تبلیغ کول و، چې په منظمه توګه به یې د خپلې سیمې اړوند کلیسا په مراسمو کې ګډون نه کاوه. په دې توګه ډېر نوي لار موندونکي میتودیستان هغه کسان و، چې د انګلستان له کلیسا سره یې اړیکې او ارتباط ختم شوی و. ویسلي د مخکې جوړې شوې کلیسا یو مذهبي مشر پاتې شو او په دې یې ټینګار کاوه، چې میتودیستان دې په خپلو سیمه ییزو کلیساوو او دغه راز په میتودیستي ناستو او غونډو کې ګډون وکړي، ځکه چې یوازې یو ګومارل شوی خدمتګار کولای شي، مقدسات، د پاکۍ یا تعمید غسل او د شپې ذکر او اذکار ترسره کړي. [۳۳][۳۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Methodist Church". BBC. 12 July 2011. نه اخيستل شوی 4 January 2017.
- ↑ Stephen O. Garrison (1908). Probationer's Handbook (په انګليسي). Eaton and Mains. pp. 21, 41.
- ↑ American Methodism. S.S. Scranton & Co. 1867. p. 29. نه اخيستل شوی 18 October 2007.
But the most-noticeable feature of British Methodism is its missionary spirit, and its organized, effective missionary work. It takes the lead of all other denominations in missionary movements. From its origin, Methodism has been characterized for its zeal in propagandism. It has always been missionary.
- ↑ "Member Churches". World Methodist Council. Archived from the original on 3 March 2013. نه اخيستل شوی 17 June 2013.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناسم تړ (link) - ↑ Stokes, Mack B. (1998). Major United Methodist Beliefs (په انګليسي). Abingdon Press. p. 95. ISBN 9780687082124.
- ↑ Abraham, William J.; Kirby, James E. (2009). The Oxford Handbook of Methodist Studies (په انګليسي). Oxford University Press. ISBN 9780191607431.
- ↑ "Distinctive Emphases of Methodist Belief" (PDF). The Methodist Church in Ireland. نه اخيستل شوی 2019-11-01.
{{cite web}}
: Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help)ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Davies, Rupert E.; George, A. Raymond; Rupp, Gordon (14 June 2017). A History of the Methodist Church in Great Britain, Volume Three (په انګليسي). Wipf & Stock Publishers. p. 225. ISBN 9781532630507.
- ↑ Stanglin, Keith D.; McCall, Thomas H. (2012). Jacob Arminius: Theologian of Grace (په انګليسي). Oxford University Press. p. 153. ISBN 9780199755677.
- ↑ Wilson, Charles Reagan (2005). Encyclopedia of Religion in the South (په انګليسي). Mercer University Press. ISBN 9780865547582.
Both Southern Baptist and Methodist organizations engaged in evangelism and social service missions in the United States and abroad. ... However, despite their similarities in evangelism and social services, by the dawn of the 20th century the two denominational women's movements had already diverged from each other because the Methodist organizations had embraced the Social Gospel. They had embarked not only on social service in addition to evangelism but on social reform.
- ↑ "Wesley on Social Holiness" (PDF). The Methodist Church in Britain. نه اخيستل شوی 18 October 2016.
- ↑ Abraham, William J.; Kirby, James E. (2009). The Oxford Handbook of Methodist Studies (په انګليسي). Oxford University Press. ISBN 9780191607431.
First, it is clear that 'evangelism' is primarily concerned with the evangel, the gospel, or the good news we bear in the world.
- ↑ Models for Christian Higher Education: Strategies for Survival and Success in the Twenty-First Century. William B. Eerdmans Publishing Company. 1997. p. 290. ISBN 9780802841216. نه اخيستل شوی 18 October 2007.
Wesleyan institutions, whether hospitals, orphanages, soup kitchens or schools, historically were begun with the spirit to serve all people and to transform society.
- ↑ Wilson, Charles Reagan (2005). Encyclopedia of Religion in the South (په انګليسي). Mercer University Press. ISBN 9780865547582.
Both Southern Baptist and Methodist organizations engaged in evangelism and social service missions in the United States and abroad. ... However, despite their similarities in evangelism and social services, by the dawn of the 20th century the two denominational women's movements had already diverged from each other because the Methodist organizations had embraced the Social Gospel. They had embarked not only on social service in addition to evangelism but on social reform.
- ↑ Iovino, Joe (4 September 2018). ""Fishing with a large net": United Methodist camp meetings" (په انګليسي). The United Methodist Church. نه اخيستل شوی 4 June 2021.
- ↑ Tucker, Karen B. Westerfield (2001). American Methodist Worship. Oxford: Oxford University Press. ISBN 9780198029267.
- ↑ A Collection of Hymns, for the use of the people called Methodists. T. Blanshard. 1820. ISBN 978-0-19-812529-7. نه اخيستل شوی 31 December 2007.
collection of hymns.
- ↑ Swatos, William H. (1998). Encyclopedia of Religion and Society (په انګليسي). Rowman Altamira. p. 385. ISBN 9780761989561.
- ↑ Scott, David W. (26 July 2016). Mission as Globalization: Methodists in Southeast Asia at the Turn of the Twentieth Century (په انګليسي). Lexington Books. p. 65. ISBN 978-1-4985-2664-7.
- ↑ McKnight, Scot (2010). Fasting: The Ancient Practices (په انګليسي). Thomas Nelson. p. 88. ISBN 9781418576134.
John Wesley, in his Journal, wrote on Friday, August 17, 1739, that "many of our society met, as we had appointed, at one in the afternoon and agreed that all members of our society should obey the Church to which we belong by observing 'all Fridays in the year' as 'days of fasting and abstinence.'
- ↑ "What We Believe – Founder of the United Methodist Church". United Methodist Church of Whitefish Bay. Archived from the original on 25 March 2008. نه اخيستل شوی 1 August 2007.
- ↑ An introduction to world Methodism. Cambridge University Press. 5 May 2005. ISBN 9780521818490. نه اخيستل شوی 31 December 2007.
- ↑ "Lincoln College, Oxford, Famous Alumni, John Wesley (1703–1791)". Lincoln College, Oxford University. Archived from the original on 22 June 2011. نه اخيستل شوی 24 May 2011.
- ↑ Fairchild, Mary. "Methodist Church History: A Brief History of the Methodist Denomination". About.com:Christianity. نه اخيستل شوی 26 April 2013.
{{cite web}}
: Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help)ساتل CS1: url-status (link) - ↑ "The Holy Club". The Methodist Church in Britain. نه اخيستل شوی 20 October 2016.
{{cite web}}
: Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help)ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Ross, Kathy W.; Stacey, Rosemary. "John Wesley and Savannah". نه اخيستل شوی 1 January 2017.
{{cite web}}
: Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help)ساتل CS1: url-status (link) - ↑ John Wesley's Heart Strangely Warmed, www.christianity.com
- ↑ Dreyer, Frederick A. (1999). The Genesis of Methodism. Lehigh University Press. p. 27. ISBN 0-934223-56-4.
- ↑ Burnett, Daniel L. (2006). In the Shadow of Aldersgate: An Introduction to the Heritage and Faith of the Wesleyan Tradition. Wipf and Stock. p. 36. ISBN 978-1-59752-573-2.
- ↑ Hylson-Smith, Kenneth (1992). Evangelicals in the Church of England 1734–1984. Bloomsbury. pp. 17–21.
- ↑ Bennett, Richard (1962) [1909]. Howell Harris and the dawn of revival (په انګليسي). Evangelical Press of Wales. ISBN 1-85049-035-X.
- ↑ Schlenther, Boyd Stanley (1997). Queen of the Methodists: the Countess of Huntingdon and the eighteenth-century crisis of faith and society. Bishop Auckland: Durham Academic Press. ISBN 9781900838085.
- ↑ Hylson-Smith, Kenneth (1992). Evangelicals in the Church of England 1734–1984. Bloomsbury. pp. 17–21.
- ↑ "Methodist Church". BBC. 12 July 2011. نه اخيستل شوی 4 January 2017.