اپلاتوني مينه (په امریکایی انګلیسي کې: Platonic love) د مینې یو ډول اصطلاح ده،او هغه نږدې اړیکو ته وايي چې پرته له جنسیت څخه وي. د دې مینې سمبول سپین ګل دی. دا د اپلاتون په نوم نومول شوی، که څه هم فیلسوف هیڅکله پخپله دا اصطلاح نه ده کارولې. دا اصطلاح د اپلاتون په کتاب Banquet کې د مینې تعریف ته اشاره کوي. دا اصطلاح (Amer Platonicus په لاتین کې) د لومړي ځل لپاره په 15 پېړۍ کې د مارسیلو فیکینو لخوا د سوکرات او د هغه د شاګردانو ترمنځ د احساساتو او عاطفې د تشریح کولو لپاره کارول کېده. [۱] اپلاتوني مینه اکثرا د رومانتيک مینې سره توپیر لري.