دولت
ښکارېدونکې بڼه
دولت د ټولنې يو ځانگړى جوړښت دى ، چې د ټاكلې خاورې د ټولو ټولنيزو او كولتوري گټو په واسطه متحد وي ، خپل اداري غونډال ( سېستم ) ، د امنيت غونډال ، كورنۍ او باندينۍ خپلواكي ولري .
د دولت تعريف
دولت د یوې اوږدمهالې، ورو او پرله پسې ودې پایله ده، خو په دې وده كې يورنگي نه لیدل کېږي. د ځمکې په بېلابېلو برخو کې د مېشتو وگړو د فطري چا پېریال او طبيعي اختلافونو له كبله په مختلفو ځایونو او وختونو کې د دولت پیل په مختلفو حالاتو کې وشو. د دغو مخالفتونو په نتیجه کې د دولت بڼې هم مختلفې پاتې شوې دي.
- دختیځ سلطنت.
- د یونان مدني دولتونه
- د روم سلطنت
- د زورواکانو دولت
- ملي دولت