Jump to content

د تيودور دور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په انګلتسان او ويلز کې، د تيودور دور د 1485 او 1603 تر منځ پېښ شوی و، چې د لومړۍ الزبت (1558-1603) د واکمنۍ پر مهال الزابتي پړاو هم پکې شامل دی. د تيودور دور په انګلستان کې د تيودور واکمنې کورنۍ سره سمون لري، کومه چې د «اوم هينري» په واکمنۍ سره پيل شوې وه. د تيودور کورنۍ تر و اکمنۍ لاندې، د ودانيز هنر سواګري، اکتشاف او سوداګري وغوړېدل. د تاريخ پوه «جان ګايي» (1988) په وينا د رومي نېواک راهيسې د بل هر وخت په پرتله، "د تيودور تر واکمنۍ لاندې انګلستان له اقتصادي اړخه ډېر ښه، ډېر پراخه او ډېر هيله مند و".[۱][۲]

وګړي او اقتصاد

[سمول]

له تورې مړينې (1348) (په اروپا کې خپره شوې يوه وبا د تورې مړينې په نوم يادېږي) او د پنځلسمې پېړۍ په وروستيو کې له اقتصادي بحران وروسته، د انګلستان د وګړو شمېر مخ په زياتېدو شو. په 1520ز کال کې، د انګلستان د وګړو شمېر شا اوخوا 2.3 ميليونه و. تر 1600ز کال پورې، دا تقريباً دوه برابره او څلور مېليونه ته ورسېد. مخ پر زياتېدونکي نفوس اقتصادي پرمختګ په خوځښت راوست، د کرنې سوداګريزه کېدنه يې چټکه کړه، د وړيو توليد او صادرات يې لوړ کړل، سوداګري يې وهڅوله، او د لندن پرمختګ ته يې وده ورکړه.[۳][۴]

د پنځلسمې پېړۍ په وروستيو او شپاړسمې پېړۍ په لومړيو کې ډېر مزد او د شته ځمکې زياتوالی په کم مزد او د ځمکې په کموالي بدل کړای شول. د نرخونو د لوړېدلو ډول ډول فشارونو، چې ښايي لامل يې د نوې نړۍ د سرو زرو راتګ او د نفوس زياتېدل و، د شتمنو او بې وزلو تر منځ د واټن د زياتېدو تر څنګ، د ټولنيز بدلونونو لپاره زمينه برابره کړه. دا د ډېرو کليوالي خلکو لپاره د يو مهم بدلون پړاو و، په کوم پړاو کې چې شتمنو بادارانو د کليو د ځمکو د انحصاري کولو بهير پيل کړ، کومې ځمکې چې له دې وړاندې د هر چا لپاره پرانيستې وې.[۵]

انګلستاني اصلاحات

[سمول]

د تيودور په پړاو کې اصلاحاتو انګلستانی مذهب بدل کړ. پنځو پاچاهانو هر يو هنیري اوم، هنري اتم، اډوارډ شپږم، مري اول او الزابت اول، ليدلوري په ټوله معنا بدل وو، په داسې حال کې چې هنري اتم، پاپ د انګلستان د کليسا د مشر په توګه بدل کړ، خو کاتوليک عقايد يې پر ځای وساتل، ايډوارډ سخت دريځه پروټسټانټ مذهب واکمن کړ، ميري د کاتولیک مذهب د بيا واکمنولو هڅه کوله، او الزابت د جوړجاړي کولو يو موقف ته رسېدلې وه، کوم څه چې د انګلستان کليسا تعريف کړه، چې په بشپړ ډول پروټسټانټ نه وه. پيل يې د اوم هنري د خپل واده د لغوه کولو د سختو غوښتنو څخه وشو، چې پاپ «اوم کليمنټ» د دې غوښتنو د ورکولو څخه انکار کړی و.[۶]

تاريخ پوهان يوه خوله دي چې د تيودور د تاريخ تر ټولو ستره موضوع اصلاحات وو، چې هغه له کاتوليکي مذهب څخه پروټسټانت مذهب ته د انګلستان بدلون و. مهمې پېښې، قانوني بدلونونه، او په ملي کچه د لوبغاړو په اړه له اوږدې مودې راهيسې معلومات شته، او د دوی په اړوند ستر اختلافات تر ډېره بریده حل شوي دي. د شلمې پېړۍ تر وروستيو پورې تاريخ پوهانو باور درلود چې لاملونه يې په پراخه کچه ناخوښي، يا ان تر دې چې د واکمن شوي مذهب د بديو، فساد، ناکاميو او له تضاداتو څخه ناخوښي وه، کوم څه چې د علماوو پر ضد يوه داسې څپه راپورته کړه چې د اصلاح د سموالي ښودنه يې کوله. د يو شمېر انګلستاني سمونپالو فکري اغېز يې دويم لامل و، لکه د «جان وکلف» (1328-1384) او د (Lollardy) په نوم د هغه د سمونپال خوځښت اوږدمهاله اغېز، د دې تر څنګ د «مارټين لوتر، جان کيلون» او په دې لويه وچه کې د نورو سمونپالانو اصلاحي لیکنې او رسالې هم اغېزمنې وې. په 1960ز کال کې د «جيفري ايلټن» تفسير د ارتودوکس د تفسير استازولي کوي. نوموړي استدلال وړاندې کړی چې:

ثابته شوه چې شته حالت د زغم وړ نه دی، ځکه چې عام خلک له کليسا، د کليسا له افسرانو، د کليسا له محکمو او د هغې له شتمنۍ څخه ډېر په وېره، خفګان او د سپکاوي په حالت کې وو. ... په بې وزلۍ اخته او بې علمه ټيټې کچې علماء، شتمن راهبان او اسقفان، د قضايي واک پراخه لمن، د لوړو ادعاوو او ښکته کارونو يوه ګډوله، د غېر مذهبي عامو خلکو په منځ کې د درناوي او مينې لامل نه ګرځېدل.[۷]

له 1960ز کال وروسته ټولنيزو تاريخ پوهانو په سيمه ييزه کچه د انګلستان د مذهب څېړنه وکړه، او ويې موندله چې ناخوښي ډېره نه وه خپره. Lollardy خوځښت تر ډېره بريده ختم شوی و، او د لويې وچې د سمونپالانو مقاله ليکنه په سختۍ سره د کيمبريج د پوهنتون له پوهانو څخه ورهاخوا ټيټې کچې ته رسېده، پاچا «اتم هنري» په پراخه او ولسي کچه د «لوتر» د بدعتونونو غندنه کړې وه. تر ټولو مهمه دا چې په 1500ز کال کې کاتولیکه کليسا په پياوړي حالت کې وه. انګلستان عقيدتمند کاتوليک و، پاپ ته وفادار و، سيمه ييزو کليساګانو پياوړی سيمه ييز ملاتړ تر لاسه کړی و، مذهبي خدمات د يکشنبې ورځې په غونډو او کورنيو مراسمو دواړو کې ډېر مشهور و. د خانقاګانو او راهبانو په اړه شکايتونه عام نه و. پاچايانو د پاپانو ملاتړ وکړ، او کله چې «لوتر» په صحنه کې راڅرګند شو، انګلستان د ارتودوکس کاتولیک مذهب تر ټولو پياوړو ملاتړو کې شامل و، او د مذهبي اوښتون تر ټولو زياته شونتيا نه ليدل کېده.[۸][۹]

د تيودور حکومت

[سمول]

اوم هنري: 1485-1509

[سمول]

اوم هنري، چې د تيودور د کورنۍ بنسټګر دی، د «بوسورت فيلډ» په جګړه کې پاچا «درېيم رچارډ» ته په ماتې ورکولو سره، د انګلستان پاچا شو، او د ګلابونو جګړې (Wars of the Roses) ته يې د پای ټکې کېښود. هنري په يو لړ اداري، اقتصادي او ديپلوماتيکو نوښتونو کې مشغول شو. نوموړي تفصيلاتو ته ډېره کمه پاملرنه وکړه، او د دې پر ځای چې په هوساينه لګښت وکړي، د نويو عايداتو پر زياتولو يې تمرکز زيات کړ. د هغه نویو مالیاتو محبوبيت نه درلود، او کله چې «اتم هنري» د هغه ځای ناستی شو، نوموړي د «اوم هنري» تر ټولو زیات منفور ماليات جمع کونکي اعدام کړل.[۱۰][۱۱]

اتم هنري: 1509-1547

[سمول]

اتم هنري، چې جذاب، غښتلی، جنګي سياست خوښی او بې پروا و، د انګلستان تر ټولو زیاتو ځلېدونکو پاچاهانو څخه يو دی، په ابتدايي ډول ښايي لامل يې د هغه شپږ ودونه، چې ټول يې د يو نارينه وارثت د زېږولو لپاره چمتو کړای شوي وو، او د غچ پر اساس د ډېرو لوړ پوړو چارواکو او اشرافيه اعدام وي. په بهرنۍ تګلاره کې، نوموړي له فرانسې سره په جګړه تمرکز درلود – چې کمه بريا يې درلوده – او بايد سکاټلينډ، هسپانيې او سپېڅلې رومي سترواکۍ سره مخ شوی وای، چې ډېر ځله به پوځي خوځښت يا حقيقي ډېره ګران بيه جګړه وه، او دا هر څه د ډېرو مالياتو لامل وګرځېدل. تر ټولو مهمه پوځي بريا يې د سکاټلينډ په وړاندې تر لاسه کړه.[۱۲]

د هنري له خوا جوړه شوې اساسي تګلاره د انګلستان په کليسا د بشپړ کنترول لپاره وه. دا له روم څخه د نوموړي له جلا کېدو وورسته منځ ته راغله، چې د دې جلا والي لامل د پاپ له خوا د هغه د اصلي واده له لغوه کولو انکار و. په دې ډول هنري د پروټسټنټ د سمون يو ډېر نرم بدلون وړاندې کړ. دوه اصلي اړخونه يې درلودل. لومړی دا چې هنري د انګلستان د کليسا د مشر په توګه پاپ رد کړ، او ټينګار يې وکړ چې د ملي خپلواکۍ لپاره د پاچا مطلق واک اړين دی. هنري له پارلمان سره له نږدې کار وکړ تر څو يو لړ قوانين تصويب کړي، کومو چې جلا والی تطبيق کړ. له دې وروسته انګريزانو په روم کې استئناف نه شو غوښتلای. ټولې پرېکړې بايد په انګلستان کې او بالاخره خپله د پاچا له خوا شوې وای، او په عملي ډول د «کاردينال وولسي» او «تاماس کروم» په څېر د لوړو مرستيالانو له خوا. پارلمان ډېر ملاتړی ثابت شو، چې ډېر کم مخالفت پکې موجود و. پرېکنده اقدامات په 1534ز کال کې د بالادستۍ په قانون سره منځ ته راغلل، کوم چې پاچا د انګلستان د کليسا او پادريانو ساتونکی او يوازينی اعلی مشر وټاکه. [۱۳]

سرچينې

[سمول]
  1. "An Introduction to Tudor England". English Heritage. نه اخيستل شوی 2024-01-18.
  2. John Guy (1988), Tudor England, Oxford University Press, p. 32.
  3. Hanson, Marilee. https://englishhistory.net/tudor/tudor-population-figures-facts/ "Tudor Population Figures & Facts", English History, February 8, 2015
  4. David M. Palliser, The Age of Elizabeth: England under the later Tudors, 1547–1603, p. 300.
  5. Ian Dawson, The Tudor century (1993), p. 214.
  6. Ian Dawson, The Tudor century (1993), p. 214.
  7. G. R. Elton, The Tudor Constitution: Documents and Commentary (1960), pp. 318–19.
  8. Ronald H. Fritze, Historical Dictionary of Tudor England, 1485–1603 (1991), 419–20.
  9. John Cannon, The Oxford Companion to British history (1997), pp. 794–95.
  10. Sydney Anglo, "Ill of the dead: The posthumous reputation of Henry VII", Renaissance Studies 1 (1987): 27–47. online.
  11. Steven Gunn, Henry VII's New Men and the Making of Tudor England (2016).
  12. E. W. Ives, "Henry VIII (1491–1547)", Oxford Dictionary of National Biography (2009). Retrieved 8 August 2017.
  13. Richard Rex, Henry VIII and the English reformation (Palgrave Macmillan, 2006).