Jump to content

سومریان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ور مقبرې باندې سمري انځور

سومر یا سومریان (په انگریزي: Sumer) د اوسني عراق په سوېلي برخه کې د دوه رودونو (فرات او دجلې) ترمنځ اوسېدونکی توکم و. دوی د بابل په لرغوني ښار کې اوسېدل چې یو غني کولتور بنسټگر بلل کېدل. د سومر مهم ښارونه عبارد دي له اور، اوروک، ارخ، نیب پور، لارسیا. د یهودو په سپېڅلي کتاب، د پیداېښت سفر کې دا ځای د شنعار په نامه نومول شوی دی. ددې توکم د واکمنۍ موده ۳۰۰۰ مخزېږد وه او تر ۲۱۱۵ مخزېږد پورې یې دوام وکړ. د سومري واکمنۍ له ړنگېدا وروسته ددې واکمنۍ سیمې د آشوري او بابلي واکمنیو برخه وگرځېده.[۱]

سومري توکم داسې قوم و چې د نننۍ نړۍ له هېڅ قوم سره ورته والی نه درلود. د هغوي ژبه هم ځانته ژبه وه.[۲][۳][۴][۵][۶]

سومر د يو پخواني او لرغوني تمدن نوم دی. دوې همدغه تمدن خلکو ځان ته ونسانگيگا ويل چې مطلب يې "تور سرکي خلک" و.

سومر، د سويلي بين النهرين (سويل- مرکزي عراق) په تاريخي سيمه کې تر ټولو لومړی پېژندل شوی تمدن دی چې د «کالکوليتيک» او لومړيو ژېړو پړاوونو پر مهال د شپږمې او پنځمې مخزېږديزې زريزې تر منځ موده کې منځ ته راغلی. دا د نړۍ يو له لومړيو مدنيتونو څخه دی، تر څنګ يې د لرغوني مصر، ايلام، د کارل سوپ مدنيت، د سيند درې مدنيت، د مينون مدنیت او لرغوني چين مدنيتونه دي. سومري کروندګرو چې د دجلې او فرات سيندونو په څنډو کې يې ژوند کاوه، په زياته اندازه غلې دانې او نور فصلونه کرل ،چې د همدې په زياتو ګټو سره دوی وکولای شول، ډېر ښاري مېشت ځايونه جوړ کړي. د دوی د ليکنو تاريخ له ۳۰۰۰ مخزيږديز څخه مخکې مودې ته رسېږي. تر ټولو لرغوني متنونه يې د «اروک» او «جمدة نصر» څخه په لاس راغلي چې تاريخ يې د ۳۵۰۰ او ۳۰۰۰ مخزېږديزو کلونو ترمنځ مودې ته رسېږي.

نوم

[سمول]

د «سمر» ټکی، هغه نوم دی چې د سومريانو له خوا ويل کېدونکې ژبې ته ورکول شوی، څوک چې د دې ژبې د سويلي بين النهرين تر ټولو لرغوني غیر سامي ويونکي وو، دا نوم د سومريانو ځایناستو له خوا ورکول شوی و چې ختيځ، په سامي ژبه خبرې کوونکي او اکاديان دي. سوموريان خپله د دوی سيمې ته د «کينګر» نوم ورکوي يعنې د «شريفو مشرانو هېواد»، لکه چې د دوی په ډبرليکونو کې موندل شوي دي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د سموريانو اصليت نه دی معلوم، خو سموريان خپلو ځانونو ته د «تور سرو» يا «د تور سر لرونکي خلک» نوم اخلي، د بېلګې په ډول: «شولګي» خپل ځان «د څلورو خواوو پاچا، د تور سر لرونکو خلکو پالونکی» بللی دی. اکاديانو هم په سامي اکدي ژبه کې سموريانو ته د تور سر لرونکي خلک يا « ṣalmat-qaqqadi» ويل. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

شونې ده چې « Šumer  » ټکی په لهجه يي توګه د جغرافيايي نوم استازولي کوي، خو د هغې ژبنۍ وده چې اکدي سومري اصطلاح ورڅخه منځ ته راغله معلومه نه ده. د عبري ژبې «Šinʿar»، د مصري ژبې « Sngr» او د هايتي ژبې « Šanhar(a)» ټول سویلي بين النهرين ته اشاره کوي او شونې ده چې د سومر د ټکي لويديځې بڼې و.[۲۰]

اصليت

[سمول]

ډيری تاريخپوهان په دې اند دي چې په سومر کې په لومړي ځل د ۵۵۰۰ او ۴۰۰۰ مخزېږديز تر منځ موده کې لويديځ اسيايي خلک مېشت شول، چا چې په سوموري ژبه خبرې کولې (سترو ښارونو، سيندونو، اصلي دندو او داسې نورو ته د شواهدو په توګه اشاره کوي)، چې دا ژبه يوه جلا غېر سامي او غیر اندو-اروپايي ټولنيزه ژبه وه. د خپلو سامي ګاونډيانو په خلاف دا يوه بدله شوې ژبه نه وه.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

نور وړانديز کوي چې سموريان د شمالي افريقا خلک و چې له شنې سهارا څخه يې منځني ختيځ ته کوچ کړی و او همدوی په منځني ختيځ کې بزګري خپره کړې ده. خو شواهد په کلکه سره د دې ښودنه کوي چې لومړي کروندګر له ښېرازه مياشتې (ښېرازه مياشت يوه جغرافيه سیمه ده) څخه راغلي، خو دا وړانديز ډېر ځله رد شوی دی. خو که څه هم په مشخص ډول سموريان تر بحث لاندې نه نيسي، «Lazaridis et al».۲۰۱۶ د منځني ختځ له سامي څخه مخکې ځينو کلتورونو په اړوند، په ځانګړي ډول د «ناټوفيايي» او «پري پوټري نيولتيک» کلتورونو لرونکو د جينومونو له څېړنې وروسته يې وړانديز کړی چې دوی تر يو بريده د شمالي افريقا له توکم څخه و. له بلې خوا د لرغوني بين النهرين د څلورو سکيلټونو (د بدن دهانچې) د ډي اين ای د نمونو وروستۍ (2013) جنيتيکي څېړنې د سند درې له مدنيت سره د سموريانو د تړون ښودنه کړې چې شونې ده لامل يې د لرغوني سند-بين النهرين اړيکې وي. د ځينو معلوماتو پر بنسټ، سموريان له «هوريانو» او «اراتوريانو» سره اړيکې لري او قفقاز د دوی اصلي استوګنځای دی.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

له تاريخ څخه مخکې خلک، څوک چې له سومريانو مخکې په دې سيمه کې اوسېدلي دي د «پروټوفراتيانو» يا «عبوديانو» نوم ورکړل شوی دی او دا اند وړاندې شوی چې دوی د شمالي بين النهرين «سامارا» کلتور څخه تکامل ته رسېدلي دي. خو سموريانو خپله کله هم د عبوديانو يادونه نه ده کړې، د چا په اړه چې اوسني پوهان ګومان کوي چې په سومر کې لومړی مدني شوی ځواک و. دوی د کرنې لپاره جبې وچې وکړې، سوداګرۍ ته يې وده ورکړه او کارخانې يې جوړې کړې چې په هغې کې اوبدل، د څرمنې کار، فلزکاري، ډبرې توږل او کولالي شامل وو.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

ځينې پوهان د پروټو-فراتي ژبې يا د فرعي ژبې له اند سره مخافت څرګندوي، د دوی په فکر سموري ژبه په اصل کې د ښکاريانو او کب نيوونکو خلکو څخه منځ ته راغلې، څوک چې په جبو او ختيځې عربي ساحلي سيمو کې اوسېدل او د دوه اړخيز عربي کلتور برخه وو. باوري تاریخي اسناد ډېر وروسته راڅرګند شول، په سومر کې د هېڅ ډول هېڅوک داسې نه شته چې تاريخ يې له « Enmebaragesi» (لومړۍ کورنۍ I) څخه مخکې وخت رسېدلی وي. «يورس زارينس» باور لري چې سموريان د ختيځ عرب د ساحل په څنډو کې اوسېدلي دي چې اوس د پارس خليج سيمه ده، مخکې له دې چې د کنګل پړاو په وروستيو کې يې سيلاب يوسي.[۳۸][۳۹]

سموري مدنيت په «اوروک» پړاو کې منځ ته راغلو (په څلورمه مخزېږديزه زريزه کې)، تر جمدت نصر او لومړۍ واکمنې سلسلې پورې يې دوام وموند.

سموريانو په پرله پسې ډول د شمال لويديځو سامي دولتونو په وړاندې واک وبايلو. ۲۲۷۰ مخزېږديز په شا او خوا کې په سامي ژبه خبرې کوونکو د اکادي سترواکۍ پاچايانو سومر ونيو (لنډ تاريخ)، خو سموري ژبه بیا هم د يوې سپېڅلې ژبې په توګه پاتې شوه. د ۲۱۰۰-۲۰۰۰ مخ زېږديز په شا او خوا کې د «اور» په درېیمه واکمنه کورنۍ کې د نږدې يوې پېړۍ لپاره اصلي سومري واکمني يو ځل بيا راپورته شوه، خو اکدي ژبه هم د يو څه وخت لپاره کارېده.[۴۰]

ګومان کېږي چې د «اريدو» په نوم سموري ښار چې د فارس خليج په څنډه پروت و، يو له زړو ښارونو څخه دی، چېرې چې درې جلا جلا کلتورونه يو له بل سره ګډ شوي دي: د عبيدي بزګرانو د کروندګرۍ کلتور، څوک چې د خټينو خښتو په کورونو کې اوسېدل او د اوبه خور چارې يې پر مخ وړلې، دويم يې شپانه کوچيان چې له يوه ځايه بل ته لېږدېدل او په تورو خيمو کې اوسېدل، د بزو او پسونو د رمو شاته به روان وو او درېیم يې د کبانو د ښکاريانو دی چې په جبو کې د لرګيو په خونو کې اوسېدل او شونې ده چې همدوی د سموريانو نيکونه وو.[۴۰]

په بين النهرين کې ښاري دولتونه

[سمول]

د څلورمې مخزېږديزې زريزې په وروسيتو کې، سومر په ډېرو خپلواکو ښاري دولتونو ووېشل شو، کوم چې د ويالو او ډبرينو پولو په مټ سره وېشل شوی وو. د هر دولت مرکز په يو عبادتځای راګرځېدو چې دا عبادتځای د ښار د يو ځانګړي ډول خدای يا ښځينه ربې لپاره ځانګړی شوی و او د يو پادري ډوله والي (ensi) يا د يو پاچا (lugal) له خوا به اداره کېدو، څوک به چې سره د ښار د مذهبي چارو سره په کلکه اړيکه کې و.

پنځه لومړي ښارونه چې ويل کېږي له سيلاب څخه مخکې يې له واکمنۍ مخکې پاچهي کړې:

  1. اريدو (تل ابو شاهرين).
  2. باد تبيرا (کېدای شي تل الامداين وي).
  3. لارکا ۱.
  4. سيپار (تل ابو حبة).
  5. شروپاک (تل فارا).

نور مرکزي ښارونه:

  1. اوروک (ورکا).
  2. کيش (تل اوهايمير او انګارا).
  3. اور (تل المقيار).
  4. نيپور (افاق).
  5. لاګاش (تل الهبة).
  6. ګيرسو (تيلو او تيلوه).
  7. اما (تل جوخا)،
  8. هامزي ۱
  9. ادب (تل بسماية).
  10. ماري (تل الحريري) ۲.
  11. اکشاک ۱ .
  12. اکاد ۱.
  13. ايسين (ايشان البحريات).
  14. لارسا (تل السنکيره).
  • (موقعیت يې معلوم نه دی)
  • (په شمالي بین النهرين کې يو لرې پروت ښا ردی).

کوچني ښارونه (له سويل څخه تر شمال پورې).

  1. کورا (تل الحم).
  2. زبالا (تل ابزيخ).
  3. کسره (تل ابو حطب).
  4. ماراد (تل ونات السدوم).
  5. دلبات (تل الدليم).
  6. بورسيپا (بيرس نمرود).
  7. کوثا (تل ابراهيم).
  8. دير (البدرة).
  9. اشنونا (تل اسمار).
  10. ناګار (تل براک) ۲.

له «ماري» پرته چې د اګاډا شمال لوېديځ لور ته پوره درې سوه او دېرش کيلو متره (۲۰۵ ميله) لرې پروت دی، خو د پاچهۍ په نوملړ کې يې يادونه شوې ده چې د دويمې واکمنې کورنۍ په لومړي پړاو کې يې پاچهي کړې ده، او «ناګار» چې يو بهرنی استوګنځای و، دا ټول د فرات-دجلي خټينې سيمې ښارونه دي چې د بغداد په سويل کې موقعيت لري، اوسمهال دا سيمې د عراق د بابیل، ديالي، واسط، ذي قار، بصره، مثنی او القدسية په ولسواليو يادېږي.

سرچينې

[سمول]

سومري ښارونه او کلي د فرات او دجلې د سيندونو په مينځ کې اټکل شوی.

  1. د دهخدا سیند (ډکشنري
  2. Prof. Piotr Michalowski University of Michigan Ann Arbor
  3. Prof. Steve Tinney, Middle Eastern Languages, Sumerian specialist
  4. Prof. Larry Tras COGS University of Sussex Brighton BN1 9QH UK
  5. Steven Schaufele, Ph.D., Asst. Prof. of Linguistics, English Department Soochow University, Waishuanghsi Campus, Taipei 11102, Taiwan
  6. Streck, Michael P. "Sumerisch[مړه لينکونه]." Der Neue Pauly. Herausgegeben von: Hubert Cancik und Helmuth Schneider (Antike), Manfred Landfester (Rezeptions- und Wissenschaftsgeschichte) . Brill, 2008. Brill Online. UNIVERSITEITSBIBLIOTHEEK LEIDEN. 03 November 2008.
  7. "emeĝir [SUMERIAN]". The Pennsylvania Sumerian Dictionary. University of Pennsylvania Museum of Anthropology and Archaeology. نه اخيستل شوی 14 July 2021.
  8. "The area in question (the extreme south of Mesopotamia) may now be called Sumer, and its inhabitants Sumerians, although these names are only English approximations of the Akkadian designations; the Sumerians themselves called their land Kengir, their language Emegir, and themselves Sag-giga, "black-headed ones." in W. Hallo; W. Simpson (1971). The Ancient Near East. New York: Harcourt, Brace, Jovanovich. p. 29.
  9. Black, Jeremy A.; George, A. R.; Postgate, J. N.; Breckwoldt, Tina (2000). A Concise Dictionary of Akkadian (په انګليسي). Otto Harrassowitz Verlag. p. 384. ISBN 978-3-447-04264-2.
  10. Miller, Douglas B.; Shipp, R. Mark (1996). An Akkadian Handbook: Paradigms, Helps, Glossary, Logograms, and Sign List (په انګليسي). Eisenbrauns. p. 68. ISBN 978-0-931464-86-7.
  11. Toorn, Karel van der; Becking, Bob; Horst, Pieter Willem van der (1999). Dictionary of Deities and Demons in the Bible (په انګليسي). Wm. B. Eerdmans Publishing. p. 32. ISBN 978-0-8028-2491-2.
  12. Edzard, Dietz Otto (2003). Sumerian Grammar (په انګليسي). Brill. p. 1. ISBN 978-90-474-0340-1.
  13. "The origin of the Sumerians is unknown; they described themselves as the 'black-headed people'" Haywood, John (2005). The Penguin Historical Atlas of Ancient Civilizations (په انګليسي). Penguin. p. 28. ISBN 978-0-14-101448-7.
  14. Diakonoff, I. M. (2013). Early Antiquity (په انګليسي). University of Chicago Press. p. 72. ISBN 978-0-226-14467-2.
  15. Finer, Samuel Edward; Finer, S. E. (1997). The History of Government from the Earliest Times: Ancient monarchies and empires (په انګليسي). Oxford University Press. p. 99. ISBN 978-0-19-820664-4.
  16. Foxvog, Daniel A. (2016). Elementary Sumerian Glossary (PDF). University of California at Berkeley. p. 52.
  17. Diakonoff, I. M.; D'I︠A︡konov, Igor' Mik︠h︡aílovich (1991). Early Antiquity (په انګليسي). University of Chicago Press. p. 72. ISBN 978-0-226-14465-8.
  18. Feuerstein, Georg; Kak, Subhash; Frawley, David (2005). The Search of the Cradle of Civilization: New Light on Ancient India (په انګليسي) (Second Revised ed.). Motilal Banarsidass Publishers. p. 117. ISBN 978-81-208-2037-1.
  19. "I am the king of the four quarters, I am a shepherd, the pastor of the "black-headed people"" in Liverani, Mario (2013). The Ancient Near East: History, Society and Economy (په انګليسي). Routledge. p. 167. ISBN 978-1-134-75084-9.
  20. K. van der Toorn, P.W. van der Horst (January 1990). "Nimrod before and after the Bible". The Harvard Theological Review. 83 (1): 1–29. doi:10.1017/S0017816000005502.
  21. Kramer, Samuel Noah (1988). In the World of Sumer: An Autobiography. Wayne State University Press. p. 44. ISBN 978-0-8143-2121-8.
  22. "Ancient Mesopotamia. Teaching materials". Oriental Institute in collaboration with Chicago Web Docent and eCUIP, The Digital Library. Archived from the original on 5 November 2013. نه اخيستل شوی 5 March 2015. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  23. "The Ubaid Period (5500–4000 B.C.)" In Heilbrunn Timeline of Art History. Department of Ancient Near Eastern Art. The Metropolitan Museum of Art, New York (October 2003)
  24. ""Ubaid Culture", The British Museum".
  25. ""Beyond the Ubaid", (Carter, Rober A. and Graham, Philip, eds.), University of Durham, April 2006" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2014-03-21. نه اخيستل شوی 2022-03-18. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  26. "Sumerians had connections with the Caucasus". scientificrussia.{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)
  27. "Lexical Matches between Sumerian and Hurro-Urartian: Possible Historical Scenarios". Cuneiform Digital Library Journal. 2014.{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)
  28. The Diversity of the Chechen culture: from historical roots to the present. UNESCO. 2009. p. 14. ISBN 978-5-904549-01-5.{{cite book}}: ساتل CS1: url-status (link)
  29. Płoszaj, Tomasz; Chaubey, Gyaneshwer; Jędrychowska-Dańska, Krystyna; Tomczyk, Jacek; Witas, Henryk W. (11 September 2013). "mtDNA from the Early Bronze Age to the Roman Period Suggests a Genetic Link between the Indian Subcontinent and Mesopotamian Cradle of Civilization". PLOS ONE (په انګليسي). 8 (9): e73682. Bibcode:2013PLoSO...873682W. doi:10.1371/journal.pone.0073682. ISSN 1932-6203. PMC 3770703. PMID 24040024.
  30. Lazaridis, I.; Nadel, D.; Rollefson, G. (2016). "Genomic insights into the origin of farming in the ancient Near East". Nature. 536 (7617): 419–424. Bibcode:2016Natur.536..419L. doi:10.1038/nature19310. PMC 5003663. PMID 27459054.
  31. "Craniometric analyses have suggested an affinity between the Natufians and populations of north or sub-Saharan Africa, a result that finds some support from Y chromosome analysis which shows that the Natufians and successor Levantine Neolithic populations carried haplogroup E, of likely ultimate African origin, which has not been detected in other ancient males from West Eurasia. However, no affinity of Natufians to sub-Saharan Africans is evident in our genome-wide analysis, as present-day sub-Saharan Africans do not share more alleles with Natufians than with other ancient Eurasians" in Reich, David; Pinhasi, Ron; Patterson, Nick; Hovhannisyan, Nelli A.; Yengo, Loic; Wilson, James F.; Torroni, Antonio; Tönjes, Anke; Stumvoll, Michael (August 2016). "Genomic insights into the origin of farming in the ancient Near East". Nature. 536 (7617): 419–424. Bibcode:2016Natur.536..419L. doi:10.1038/nature19310. ISSN 1476-4687. PMC 5003663. PMID 27459054.
  32. Arnaiz-Villena, Antonio; Martínez-Laso, Jorge; Gómez-Casado, Eduardo (2000). Prehistoric Iberia: Genetics, Anthropology, and Linguistics : [proceedings of an International Conference on Prehistoric Iberia : Genetics, Anthropology, and Linguistics, Held November 16–17, 1998, in Madrid, Spain]. Springer Science & Business Media. p. 22. ISBN 978-0-306-46364-8.
  33. "Sumer (ancient region, Iraq)". Britannica Online Encyclopedia. Britannica.com. 
  34. Kleniewski, Nancy; Thomas, Alexander R (2010-03-26). Cities, Change, and Conflict: A Political Economy of Urban Life. ISBN 978-0-495-81222-7.
  35. Maisels, Charles Keith (1993). The Near East: Archaeology in the "Cradle of Civilization". ISBN 978-0-415-04742-5.
  36. Maisels, Charles Keith (2001). Early Civilizations of the Old World: The Formative Histories of Egypt, the Levant, Mesopotamia, India and China. ISBN 978-0-415-10976-5.
  37. Shaw, Ian; Jameson, Robert (2002). A dictionary of archaeology. ISBN 978-0-631-23583-5.
  38. Margarethe Uepermann (2007), "Structuring the Late Stone Age of Southeastern Arabia" (Arabian Archaeology and Epigraphy Arabian Archaeology and Epigraphy Volume 3, Issue 2, pp. 65–109)
  39. Hamblin, Dora Jane (May 1987). "Has the Garden of Eden been located at last?" (PDF). Smithsonian Magazine. 18 (2). Archived from the original (PDF) on 9 January 2014. نه اخيستل شوی 8 January 2014. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  40. ۴۰٫۰ ۴۰٫۱ Leick, Gwendolyn (2003), "Mesopotamia, the Invention of the City" (Penguin)