Jump to content

کولن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کولن د المان دولت د نوردراين ويسټ فيليا تر ټولو لوی ښار او نږدې د المان څلورم تر ټولو ګڼ نفوسه ښار دی چې د ښار په اړوندو سيمو کې يې نږدې يو اعشاريه يو ميليون او د کولن-بون په ښاري سيمو کې يې له درې اعشاريه يو ميليون څخه زيات وګړي ژوند کوي. کولن همدا راز د راين-روهر د ښاري سيمې برخه ده، کومه چې په اروپايي ټولنه کې د ناخالص کورني توليد له پلوره تر ټولو ستره ښاري سيمه ده. د دې ښار مرکزيت د راين په چپه غاړه (لويديځ) کې، او د راين سيند (ښکته راين) په څنډه، د شمالي راين –ويسټ فيليا ايالت د مرکز «ډسلډورف» څخه شا اوخوا پنځه دېرش کيلو متره (22 ميله) سويل ختيځ او د لوېديځ المان د پخوانۍ پلازمينې بون شمال لوېديځ ته پنځه ويشت کيلو متره (16 ميله) لېرې موقعيت لري.

د دې ښار د منځنيو پېړيو د کولن ستره کليسا (Kölner Dom) د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ وه 1880-1890، او اوسمهال د نړۍ په کچه درېیمه تر ټولو دنګه کليسا او په نړۍ کې تر ټولو دنګه ستره [مرکزي] کليسا ده. دا کليسا د درې پاچايانو د مزارونو لپاره جوړه شوې وه، او په نړيواله کچه منل شوې تاريخي نښان، په اروپا کې د زياتو ليدل کېدونکو او زيارتي سيمو څخه يوه شمېرل کېږي. د کولن دولسو رومي کليساوو د ښار منظر ته لا زياته بڼه ورکړې. کولن د «Eau de Cologne» [يو ډول عطر دي] له امله شهرت لري، کوم چې له 1709ز کال راهيسې په ښار کې توليدېږي؛ "له هماغه مهال دا يوه عامه اصطلاح ګرځېدلې ده".

د کولن بنسټ په لومړۍ زېږديزه پېړۍ کې د المان په «Ubii» سيمه کې د رومي «Colonia Agrippina» په بڼه اېښودل شوی او له همدې امله يې دا نوم خپل کړی. وروسته يې له نوم څخه د Agrippina برخه لېرې کړای شوه (خو په لاتيني لا هم شته)، او د Colonia برخه يې خپله د دې ښار خپلواک نوم شو، چې په اوسنۍ الماني ژبه کې يې د «Köln» بڼه خپله کړه. کولن د دې ښار د نوم فرانسوي بڼه ده، او په انګليسي ژبه کې هم معياري بڼه ګرځېدلې. کولن د رومي ايالت ښکته جرمانيا د پلازمېنې په توګه، او په 462ز کال کې د فرانکانو تر نيواک پورې په دې سیمه کې د رومي پوځونو مرکز و. په منځنيو پېړيو کې، د ختيځې او لوېديځې اروپا (د برابنټ روډ، وياريګا او پليکا په ګډون) تر منځ په يوه مهمه سوداګريزه لاره د خپل موقعيت له امله دې ښار وده وکړه. کولن د سپېڅلي رومي سترواکۍ يو خپلواک شاهي ښار، او د هانزي اتحاديې يو له سترو غړيو څخه و. دا ښار په منځنيو پېړيو او د رنسانس په زمانه کې يو له سترو اروپايي ښارونو څخه و.[۱]

له دويمې نړيوالې جګړې مخکې، دا ښار فرانسويانو (1794-1815) او برتانويانو (1918-1926) نيولی و، او په 1815ز کال کې له پيل راهيسې د پروشيا برخه وه. په دويمه نړيواله جګړه کې کولن د المان يو له هغو ښارونو و چې تر ډېرې بمبارې لاندې نيول شوی و. بمبارۍ د دې ښار نفوس تر دري نوي سلنه راکم کړ، او عمده دليل يې له ښاره د خلکو وتل و، همدا راز د زرګونه کاله پخواني دې ښار مرکز شا اوخوا اتيا سلنه ويجاړه شوه. له جګړې وروسته د بيا رغونې په پايله کې د ښار يو مخلوط جوړښت منځ ته راغی، او د ښار د دروازو، او کليساوو (له دوی څخه 31 يې روماني ډوله وې) په څېر مهم تاريخي ځايونه بېرته ورغول شول. دا ښار اوسمهال د دويمې نړيوالې جګړې څخه د مخکې شا اوخوا پنځه ويشت سلنه ودانيو څخه جوړ دی، او شا وخوا 9000 تاریخي ودانيو د درلودلو وياړ لري.[۲][۳][۴]

کولن د راين لینډ يو ستر کلتوري مرکز دی؛ له دېرشو د زياتو موزيمونو او د هنري اثارو سلګونه تالارونو کوربه دی. د لوړو زده کړو ډېرې ادارې لري، چې د يادولو وړ يې د کولن پوهنتون، کوم چې د اروپا تر ټولو زړو او سترو پوهنتونونو څخه يو دی، د کولن تخنيکي پوهنتون، کوم چې د المان د تطبيقي علومو تر ټولو ستر پوهنتون دی؛ او د المان د سپورت پوهنتون کولن، دي. په دې ښار کې د «ماکس پلانک ساينس» درې ادارې شته، او د فضايي صنعت يو ستر څيړنيز مرکز لري، د المان فضايي مرکز او د اروپا تشيالي مرکز په همدې ښار کې موقعيت لري. د اروپا د تر ټولو ستر هوايي شرکت «لوفتانزا»، اساسي سوداګريز مرکزونه په کولن کې دي. دا ښار د پام وړ کيمياوي او د موټر جوړونې صنعتونه هم لري. د کولن بون هوايي ډګر يوه سیمه يیز دروازه ده، د «ډوسلډورف» هوايي ډګر، د دې سیمې مرکزي هوايي ډګر دی. د کولن د سوداګرۍ بازار [نندارتون] د يو شمېر سوداګريزو نندارتونونو کوربه توب کوي.[۵][۶][۷]

تاریخ

[سمول]

رومي کولن

[سمول]

د اوسني کولون په اساساتو کې لومړۍ ښاري ابادي د Oppidum Ubiorum وه، چې په اته دېرش مخزيږديز کې يې د Ubii له خوا بنسټ اېښودل شوی و، Ubii يوه «سيسريني» الماني قبيله وه. له ميلاد وروسته په پنځوسم کال کې، روميانو د راين سيند په څنډو د Colonia Claudia Ara Agrippinensium (کولن) بنسټ کېښود، او له ميلاد وروسته په پنځه اتيايم کال کې دا ښار د ښکته جرمانيا مرکزي ايالت شو. دا ښار د Augusta Ubiorum په نوم هم پېژندل کېدو. په اوسني کولن کې د روم د زمانو د پام وړ پاتې شونې موندل کېدای شي، په ځانګړي ډول د بېړيو د لنګر په ساحلي سيمو کې، چېرته چې د 2007ز کال په وروستيو کې 1900 کاله پخوانۍ رومي بېړۍ موندل شوې وه. له 260 څخه تر 271 پورې، کولن د «پوسټومس، موريس» او «وکټورينس» تر واکمنۍ لاندې د «ګال» سترواکۍ پلازمېنه وه. په 310 کې، د سترواک لومړي قسطنطين تر واکمنۍ لاندې، په کولن کې په «راين» سيند يو پول جوړ شوی و. رومي شاهي واليان په دې ښار کې اوسېدل او دا ښار د المان په شمال کې په رومي سترواکۍ کې تر ټولو مهمو سوداګريزو او توليدي مرکزونو څخه يو شو. کولن د څلورمې پېړۍ په «پوټنجر» نقشه کې هم شته.[۸][۹][۱۰][۱۱]

ماترونس، چې په 313 کې د پادري په توګه ټاکل شوی و، د کولن لومړی پېژندل شوی پادري و. دا ښار تر هغه وخته د رومي ايالت مرکز و، تر څو په 462ز کال کې «ريپوريني» فرانکانو ونيو. د رومي واکمنۍ پر مهال د ځمکې لاندې د کثافاتو لپاره د جوړو شويو اصلي ويالو يو څه برخې د ښار لاندې خوندي پاتې دي، چې د فاضلاب نوی سيستم په 1890ز کال کې پرانيستل شو.

د يروشلم په محاصره کې د دويم معبد تر ويجاړېدو او له دې سره اړوند د يهوديانو بې ځايه کېدلو وروسته، په کولن کې د يهودي ټولنې شواهد شته. په 321 ميلادي کې، سترواک قسطنطين د رومي اتباعو د ټولو ازاديو سره د يهودي ټولنې ابادېدل تايید کړل. اټکل دا دی چې دا ابادي د ښار په ديوالونو کې د «ماسپفورټی» سره نږدې واقع وه. يهوديانو ته د قسطنطين فرمان په المان کې تر ټولو لرغونی مستند ثبوت دی.[۱۲][۱۳]

منځنۍ پېړۍ

[سمول]

د منځنيو پېړيو په لومړيو کې کولن په فرانکي سترواکۍ کې د «استراسيا» برخه وه. «کيونيبرټ»، چې په 623ز کال کې د کولن پادري شو، د «ميرووينجينيايي» پاچا «لمړي ډاګوبرټ» يو مهم سلاکار و، او هغه د «لينډن پيپين» سره يوځای، د استراسيا د راتلونکي پاچا، د پاچا د زوی او وارث «درېيم سيګبرټ» د خصوصي ښوونکي په توګه خدمات وړاندې کړل. په 716ز کال کې، «چارلس مارټل» په لومړي ځل د يو پوځ مشري وکړه، او د خپل ژوند له يوازينۍ ماتې سره مخ شو، کله چې د «نيوسټريا» پاچا «دويم چيلپريک» په استراسيا بريد وکړ، او د کولن په جګړه کې يې دا ښار ونيو. چارلس د «ايفل» غرونو ته وتښتېد، خپل ملاتړي يې راټول کړل او په همدې کال کې يې د «امبليو» په جګړه کې «چلپريک» ته په ماتې ورکولو سره ښار بېرته ونيو. کولن د رومي پړاو څخه د پادري د ناستې مرکز و؛ په 795ز کال کې د «شارلمين» تر واکمنۍ لاندې پادري «هلډبورډ» ته ترفيع ورکړل شوه او د پادريانو مشر وټاکل شو. په 843ز کال کې، د «ورډن» په تړون کې، کولن د «لومړي لوتير» د «مډل فرانسيا» تر واک لاندې راغی – چې وروسته د «مډل فرانسيا» لنډمهالې پاچايۍ ته د «لوترنجيا» (ښکته لورين) نوم ورکړل شو.[۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. "From Ubii village to metropolis". City of Cologne. Archived from the original on 17 April 2012.
  2. "bomber command – mines laid – flight august – 1946 – 1571 – Flight Archive". Archived from the original on 4 July 2019.
  3. https://zensus2011.de/SharedDocs/Downloads/DE/Publikationen/Aufsaetze_Archiv/2015_12_NI_GWZ_endgueltig.pdf?__blob=publicationFile&v=4
  4. "Denkmalliste" [List of monuments]. Offene Daten Köln (په جرمني). Retrieved 28 December 2023.
  5. "Economy". KölnTourismus. Archived from the original on 1 August 2010. Retrieved 18 April 2011.
  6. Pariona, Amber (25 April 2017). "The Largest Airlines in Europe". WorldAtlas. Archived from the original on 15 April 2021. Retrieved 29 August 2019.
  7. (په 10 January 2018 باندې). Lufthansa regains place as Europe's biggest airline from Ryanair. Reuters.
  8. "From Ubii village to metropolis". City of Cologne. Archived from the original on 17 April 2012.
  9. "Facts and figures". City of Cologne. Archived from the original on 3 May 2019. Retrieved 3 May 2019.
  10. Smith, Benjamin E. (1895). "Augusta Ubiorum". The Century Cyclopedia of Names. Vol. 1 (2nd ed.). New York: Century Co. p. 96. OCLC 237135281.
  11. "C.Michael Hogan, Cologne Wharf, The Megalithic Portal, editor Andy Burnham, 2007". Megalithic.co.uk. Archived from the original on 21 September 2011. Retrieved 24 July 2009.
  12. Werner Eck: Köln in römischer Zeit. Geschichte einer Stadt im Rahmen des Imperium Romanum. (= Geschichte der Stadt Köln in 13 Bänden, Bd. 1) Köln 2004, p. 325 ff. ISBN 3-7743-0357-6.
  13. "German Jewish culture through the ages – DW – 02/19/2021". dw.com (په انګليسي). Retrieved 2 August 2023.
  14. "From Ubii village to metropolis". City of Cologne. Archived from the original on 17 April 2012.