Jump to content

د امریکا د متحده ایالاتو کانګریس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکا د متحده ایالاتو کانګریس د متحده ایالاتو د فدرال حکومت مقننه قوه ده. کانګریس له دوو جرګو جوړ دی یو یې د استازو جرګه او بل یې د سنا جرګه ده. دا دواړه جرګې د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګټن د کانګریس په ودانۍ کې ناستې تر سره کوي. سناټوران او استازي د مخامخ ټولټاکنو له لارې ټاکل کېږي، که څه هم د سنا خالي څوکۍ ښايي د والي په انتصاب سره ډکه شي. کانګریس ۵۳۵ رای ورکوونکي غړي لري: ۱۰۰ سناټورن او ۴۳۵ استازي. د امریکا مرستیال ولسمشر یوازې هغه مهال په سنا کې د رای ورکولو حق لري چې سناټوران په مساوي توګه سره وېشل شوي وي. د استازو جرګه بیا شپږ بې رایه غړي هم لري.[۱]

د کانګریس جلسې د دوو کلونو لپاره وي، چې اوسمهال هره بله جنوري میاشت کې پیلیږي. د استازو د جرګې غړي د کانګریس د دوه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. د ۱۹۲۹ کال لایحه کې راغلي دي چې ۴۳۵ استازي باید وي او باید هغوی له هغو ټاکنیزو حوزو څخه وټاکل شي چې یوازې د یوه غړي حق لري. همداشان اړینه ده چې د کانګریس سیمې د وګړو له مخې په هرو لسو کلونو کې یو ځل د امریکا د متحده ایالاتو د سرشمېرنې د پایلو له مخې بیا ووېشل شي، خو په دې شرط چې هر ایالت حداقل د کانګریس یو استازی ولري. هر سناټور په عمومي توګه په خپل ایالت کې د یوې شپږ کلنې دورې خو د متوالې دورو لپاره ټاکل کېږي، له همدې امله په هرو دوو کلونو کې د سنا یو پر درېیمه برخه غړي ټاکل کېږي. هر ایالت د هغه د وګړو د شمېر له اندازې پرته، دوه سناټوران لري، چې له همدې امله اوسمهال د ۵۰ ایالتونو لپاره ۱۰۰ سناټوران دي.

د امریکا د اساسي قانون لومړۍ ماده وايي چې د کانګریس غړي باید د (استازو د خونې لپاره) ۲۵ کلن او د (سنا لپاره) ۳۰ کلن، د (استازو د خونې لپاره) اوه کلن او د (سنا لپاره) نهه کلن د امریکا تابعیت ولري او باید په هغه ایالت کې مېشت وي چې ترې استازیتوب کوي. د دواړو خونو غړي کولای شي په بې شمېره توګه بیا خپل ځانونه نوماند کړي.

کانګریس په ۱۷۸۹ کال کې د امریکا د اساسي قانون له خوا جوړ شو، چې د مقننه فعالیت له مخې د کانفډراسیون د کانګریس ځایناستی شو. له ۱۹مې پېړۍ راهیسې د کانګریس غړي په اصل کې له دوو مهمو ګوندونو، دیموکرات او جمهوري غوښتونکي پورې تړلي دي او یو ډېر کم شمېر یې خپلواک یا بې پلوه دي. همدا خپلواک یا بې پلوه غړي کولای شي له نورو ګوندي غړو سره یووالي رامنځته کړي او یا هم کولای شي د بل ګوند غړی شي، که څه هم دا کار ډېر نادره دی.

عمومي کتنه

[سمول]

د امریکا د اساسي قانون لومړۍ ماده وايي: «د قانون جوړونې ټول اختیارونه چې دلته ورکړل شوي دي هغه به د امریکا د متحده ایالاتو کانګریس ته ورکړل شي چې د استازو له جرګې او سنا له جرګې څخه جوړ ده». د استازو او سنا جرګې د قانون جوړونې په بهیر کې مساوي شریکان دي – هېڅ یو قانون د همدې دواړو جرګو له رضایت پرته تصویب کېدلای نه شي. اساسي قانون هرې جرګې ته بې سارې واکونه ورکوي. سنا معاهدې لاسلیک کوي او د ولسمشرۍ انتصابونه تاییدوي په داسې حال کې چې د استازو جرګه بیا د عاید د زیاتوالي لایحې یا قوانین پر لاره اچوي.

په ۱۸۶۸ کال کې، د استازو د جرګې یوې کمېټې ولسمشر انډرو جانسون استیضاح او تر قضايي تعقیب لاندې ونیو، خو سنا بیا دا کار و نه کړ.[۲][۳]

د استازو جرګه د استیضاح قضیې پیلوي، خو د سنا جرګه بیا د استیضاح د قضیو په اړه تصیم نیسي. د سنا دوه پر درېیمه برخه رایو ته اړتیا ده تر څو یو کس استیضاح او له دندې څخه یې لري کړي.

په خپله د کانګریس اصطلاح د مقننه قوې یوې ځانګړې ناستې ته هم اطلاق کېږي. هر کانګریس دوه کاله وي؛ اوسنی کانګریس د امریکا ۱۱۸م کانګریس دی، چې د ۲۰۲۳ کال د جنوري په ۳ پیل شوی او د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۳ به پای ته ورسیږي. له کله چې د امریکا د متحده ایالاتو د اساسي قانون ۲۰ تعدیل ومنل شو، نو کانګریس د هر جفت کال د جنوري په درېیمه د غرمې مهال پیل او پای ته رسیږي. د سنا جرګې غړو ته سناټوران ویل کېږي؛ د استازو جرګې غړو ته استازي، کانګریس مین یا کانګریس اومین ویل کېږي.

عالم او د استازو د جرګې غړی، لي. ایچ. هامیلتون وايي: «د کانګریس تاریخي ماموریت دا و چې ازادي وساتي» او زیاتوي چې: «دا په امریکايي حکومت کې یو پر مخ تلونکی ځواک او د پام وړ پیاوړی نهاد و». د همدې نظریې له مخې، کانګریس زموږ د دیموکراسي زړه او روح ده، که څه هم قانون جوړونکي ډېر کم د ولسمشرانو یا د سترې محکمې د قاضیانو اعتبار یا نوم ته لاسرسی مومي. یوه لیکلي و چې: «قانون جوړونکي د امریکا په تاریخي تخیل کې ارواحو ته پاتې کېږي». یوه بل څېړونکې بیا استدلال کړی چې دا نهاد یوازې یو غبرګون ښودونکی نهاد نه دی، بلکې د دولت سیاست ته یې د بڼې په ورکولو کې فعال رول لوبولی دی او په کلکه سره له عمومي فشار سره حساسیت لري.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

تاریخچه

[سمول]

لومړنی براعظمي کانګریس د شمالي امریکا د ۱۳ مستعمرو نه د دوولس مستعمرو د استازو را ټولیدنه وه. د ۱۷۷۶ کال د جولای په ۴ دویم براعظمي کانګریس د خپلواکۍ اعلامیه تصویب کړه، چې دې نوي ملت ته یې د «امریکا متحده ایالات» نوم ورکړ. په ۱۷۸۱ کال کې د کانفډراسیون مادو د کانفډراسیون کانګریس رامنځته کړ، چې دا یوازې د یوې جرګې لرونکی و چې هر ایالت پکې په برابره توګه استازي درلودل او هر یوه د ویټو حق درلود. کانګریس اجرايي صلاحیت درلود نه مقننه او فدرال قضائیه قوه بیا یوازې سمندري ځواک پورې محدود و خو د مالیاتو د را ټولولو، سوداګرۍ د تنظیم یا د قوانینو د تطبیق صلاحیت یې نه درلود.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د دولت ناتواني د ۱۷۸۷ کال د کنوانسیون د رامنځته کېدو لامل وګرځېد چې له مخې یې تجدید نظر شوي اساسي قانون د دوو جرګو کانګریس وړاندیز وکړ. کوچنیو ایالتونو د هر ایالت لپاره د برابرې استازولۍ غوښتنه کوله. خو د دوو جرګو کانګریس بیا د ایالتونو د حکومتونو په برخه کې ښه کارنده تمام شو. د کنکټیکاټ د مصالحې له مخې، د هر ایالت د وګړو د شمېر له مخې د استازو جرګې ته غړي ټاکل کېدل چې دا د هغو ایالتونو لپاره چې ستر و او ډېر وګړي یې درلودل ګټور تمام شو خو برعکس بیا د کوچنیو ایالتونو لپاره بل ښه والی دا و چې د سنا جرګې ته له هر ایالت څخه دوه سناټوران ټاکل کېدل. د دې لپاره چې د واک نه د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوی وشي، نو هرې قوې که هغه مقننه وه، قضائیه وه یا اجرائیه د یوې بلې قوې کنټرول یې د قووا د تفکیک د اصل له مخې تر سره کولای شوای. په دې سره که څه هم په مقننه قوه کې دوه جرګې وي، خو یو ډول تعادل او کنټرول په کې و. نوی حکومت په ۱۷۸۹ کال کې فعال شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې

[سمول]
  1. "Membership of the 116th Congress: A Profile". Congressional Research Service. p. 4. Archived from the original on January 14, 2021. نه اخيستل شوی 5 March 2020. Congress is composed of 541 individuals from the 50 states, the District of Columbia, Guam, the U.S. Virgin Islands, American Samoa, the Northern Mariana Islands, and Puerto Rico.
  2. John V. Sullivan (July 24, 2007). "How Our Laws Are Made". U.S. House of Representatives. Archived from the original on May 5, 2020. نه اخيستل شوی November 27, 2016.
  3. John V. Sullivan (July 24, 2007). "How Our Laws Are Made". U.S. House of Representatives. Archived from the original on May 5, 2020. نه اخيستل شوی November 27, 2016.
  4. Lee H. Hamilton (2004). How Congress works and why you should care. Indiana University Press. ISBN 0-253-34425-5. Archived from the original on January 14, 2021. نه اخيستل شوی September 11, 2010.
  5. Steven S. Smith; Jason M. Roberts; Ryan J. Vander Wielen (2006). "The American Congress (Fourth Edition)". Cambridge University Press. p. 23. ISBN 9781139446990. Archived from the original on January 14, 2021. نه اخيستل شوی September 11, 2010.
  6. Julian E. Zelizer; Joanne Barrie Freeman; Jack N. Rakove; Alan Taylor, eds. (2004). "The American Congress: The Building of Democracy". Houghton Mifflin Company. pp. xiii–xiv. ISBN 0-618-17906-2. Archived from the original on October 19, 2017. نه اخيستل شوی September 11, 2010.
  7. Steven S. Smith; Jason M. Roberts; Ryan J. Vander Wielen (2006). "The American Congress (Fourth Edition)". Cambridge University Press. ISBN 9781139446990. Archived from the original on January 14, 2021. نه اخيستل شوی September 11, 2010.
  8. Perry Bacon Jr. (August 31, 2009). "Post Politics Hour: Weekend Review and a Look Ahead". The Washington Post. Archived from the original on January 14, 2021. نه اخيستل شوی September 20, 2009.
  9. "Information about the Archives of the United States Senate". U.S. Senate. Archived from the original on January 6, 2014. نه اخيستل شوی January 6, 2014.
  10. Thomas Paine (1982). Kramnick, Isaac (ed.). Common Sense. Penguin Classics. p. 21.
  11. "References about weaknesses of the Articles of Confederation".*Pauline Maier (book reviewer) (November 18, 2007). "History – The Framers' Real Motives (book review) Unruly Americans and the Origins of the Constitution book by Woody Holton". The Washington Post. Archived from the original on January 14, 2021. نه اخيستل شوی October 10, 2009.*"The Constitution and the Idea of Compromise". PBS. October 10, 2009. Archived from the original on January 14, 2021. نه اخيستل شوی October 10, 2009.*Alexander Hamilton (1788). "Federalist No. 15 – The Insufficiency of the Present Confederation to Preserve the Union". FoundingFathers.info. Archived from the original on January 14, 2021. نه اخيستل شوی October 10, 2009.
  12. English (2003), pp. 5–6
  13. Collier (1986), p. 5
  14. James Madison (1787). "James Madison and the Federal Constitutional Convention of 1787 – Engendering a National Government". The Library of Congress – American memory. Archived from the original on May 4, 2015. نه اخيستل شوی October 10, 2009.
  15. "The Founding Fathers: New Jersey". The Charters of Freedom. October 10, 2009. Archived from the original on October 9, 2016. نه اخيستل شوی October 10, 2009.
  16. "The Presidency: Vetoes". Time. March 9, 1931. Archived from the original on August 12, 2013. نه اخيستل شوی September 11, 2010.
  17. David E. Kyvig (2004). Julian E. Zelizer (ed.). "The American Congress: The Building of Democracy". Houghton Mifflin Company. p. 362. ISBN 0-618-17906-2. Archived from the original on October 19, 2017. نه اخيستل شوی September 11, 2010.
  18. David B. Rivkin Jr. & Lee A. Casey (August 22, 2009). "Illegal Health Reform". The Washington Post. Archived from the original on October 29, 2020. نه اخيستل شوی October 10, 2009.
  19. Founding Fathers via FindLaw (1787). "U.S. Constitution: Article I (section 8 paragraph 3) – Article Text – Annotations". FindLaw. Archived from the original on February 12, 2010. نه اخيستل شوی October 10, 2009.
  20. English (2003), p. 7
  21. English (2003), p. 8
  22. "The Convention Timeline". U.S. Constitution Online. October 10, 2009. Archived from the original on January 14, 2021. نه اخيستل شوی October 10, 2009.