سېد حسېن د سوات

Download as docx, pdf, or txt
Download as docx, pdf, or txt
You are on page 1of 16

Page 1 of 16

‫د سوات د يو کالسيکي شاعر حسېن د ژوند او فن تنقيدي جائزه‬

A Critical Appraisal of Life and Works of Hussain: A Classical


Poet of Swat
1
Dr. Muhammad Ali Dinakhel

Abstract

Hussain, a classical poet, a contemporary of Mughal king Awrangzeb, born


nearly in 1068 Hijra in a village of Malak Pur in Buner. Hussain was the son
of Hassan, who was the grandson of Pir Baba and son of Mian Mustafa
Muhammad. After some time, Hussain shifted to Pakhlai (a village in
present upper Swat near Madyan). He stayed for a long time in Pakhlai with
his uncle Mian Qasam who had already shifted there to convert the
indigenous people of Swat Kohistan to Islam. Later on, Hussain shifted to a
village Kokṛai (near Saidu Sharif, Swat). While living in Kokṛai, some
elders of Amazi tribe from Mardan came and took him to Ghaṛi Amazai
village of Mardan. Hussain died there in 1130 Hijra (1717 AD). His grave is
in the graveyard of Amazo near Shahbaz Ghaṛi. He is known as Syed
Hussain Baba. Some of his descendants are living in Amazo Gharai and
some in Swat. His poetry collection, Dewan, has been edited and published
by Hamish Khalil in 1958. He has mentioned the places where he had lived.
Among them two names are Pakhlai and Malak Pur. Here the Pakhlai is not
the village of Hazara division but it is a village near Madyan in Swat. This
place has been named after an ancient king of Swat Sultan Pakhal. The
second place which has misinterpreted is Malak Pur. Actually Malak Pur is
a village in present Buner. From the analysis of the Hussain’s poetry and
other I concluded that Hussain has spent a major part of his life in Swat. In
this article I have described the life and works of this classical poet. Besides
I have also analysed his poetry in sociolinguistic and cultural context for
better understanding of the life and works of Hussain. Claims that Hussain
belonged to Pakhlai and Malak Pur of Hazara have no strong evidences.
1
Lecturer, Area Study Centre (Russia, China & Central Asia), University of Peshawar.
‫‪Page 2 of 16‬‬

‫‪Therefore if someone claims like this must have to bring forward more‬‬
‫‪evidences and thus further research is also suggested for clarifications of‬‬
‫‪many ambiguities and confusions about the life and works of Hussain.‬‬

‫د پښتو ادب په تاريخ کښې د ډېرو ليکواالنو د ژوند حاالت ال تر اوسه په تيارو کښې دي ۔ پ ه دغ ه‬
‫شاعرانو او ليکواالنو کښې يو شاعر او ليکوال حس ېن هم دے چې ال پ رې ت ر اوس ه دا اتف اق ن ۀ‬
‫دے راغلے چې حسېن د کومې عالقې سره تعلق لرلو۔ د حسېن د ژون د ‪ ،‬د اوس يدلو د عالقې او‬
‫د ادبي تخليقاتو په باره کښې د څېړنې په الر کښې چې کومې خ برې څېړنک اران ګمراه ه ک وي‬
‫هغه دا دي ‪ :‬اولنۍ خبره دا ده چې د حس ېن پ ه ن وم پ ه پښ تو ادب کښ ې د ي و ن ه زي ات ليک واالن‬
‫موجود دي ۔ دوېمه خبره دا ده چې د حسېن د اوسېدلو د عالقې په نوم هم د يوې نه زي اتې عالقې‬
‫ځايونه په يو نوم موجود دي لکه پکلۍ د سوات او پکلۍ د هزارې او دغه رنګ ملک پور د بون ېر‬
‫او ملک پور د هزارې ۔ اکثر تذکره نګاران هم غلط شوي دي د يو حسېن د ادبي تخليق س ره يې د‬
‫بل حسېن د ژوند حاالت ليکلي دي ۔ لکه پادري هيوز چې کوم حسېن ي اد ک ړے دے او پ ه خپ ل‬
‫کتاب کښې يې د کالم نمونه هم ليکلے ده نو همېش خليل وائي چې دا دغه حسېن نۀ دے ۔ صديق‬
‫هللا رشتين وائي چې د جنګنامې ليکونکے حسېن ب ل دے ځک ه چې هغ ه د س ېد تخلص اس تعمال‬
‫کړے دے او د همېش خليل په تدوين شوي دې وان حس ېن کښ ې د س ېد تخلص ن ۀ دے اس تعمال‬
‫شوے ۔ د حسېن سره نزدے بل نوم سېد حسېن دے نو ډېرو ليکواالنو ته دا هم پ ه ي و ب ل کښ ې‬
‫خلط ملط کولو سبب جوړ شوے دے ۔ د پاره د دې چې د حسېن د ژون د بعض ي اړخون ه پ ه ډاګ ه‬
‫شي او د هغه د ادبي کار هم لږه تځزيه اوکړے شي دا مقاله دغه طرف ته يو قدم دے ۔ د دې مقالې‬
‫د ليکلو د پاره معلومات د مختلفو منابعو نۀ اخستے شويدي ۔ بنيادي منبع د حسېن هغ ه دي وان دے‬
‫کوم چې همېش خليل پ ه ‪ ۱۹۵۸‬کښ ې چ اپ ک ړے دے ۔ د دې ن ۀ عالوه د مختلف و ت ذکرو لک ه د‬
‫عبدالحليم اثر افغاني تذکره "تېر هېر شاعران"‪ ،‬د صديق اللهرشتين تذکره "پياوړي شاعران" او‬
‫د رحيم شاه رحيم تذکره "غټه خزانه" او د پښتو ادب د مختلفو تاريخونو‪ ،‬مقالو او ن ورو هم عص ر‬
‫تاريخونو نه مرسته اخستلے ش وې ده ۔ د حس ېن د دي وان د ښ کاره ش هادتونو ن ه عالوه يع ني پ ه‬
‫کومو کښې چې هغه په سوات کښې د اوس ېدلو ذک ر ک ړے دے د هغ ه د دي وان د پښ تو د لهجې د‬
‫ټولنيزې ژبپوهنې(‪ )Sociolinguistics‬په رڼ ا د لفظون و ج اج هم اخس تے ش وے دے او دا کتلے‬
‫شوي دي چې دغه لفظونه د سوات د پښتو د لهجې سره تعلق لري ۔ د سوشيو لنګوسټک تج زيې ن ه‬
‫عالوه کلچرل تجزيه هم شوې ده او هغه بنيادي عناصر په ډاګه کړے شوي دي کوم چې د سوات د‬
‫ټولنې خپل امتيازات دي ۔ حسېن کوم چې د دې مقالې موضوع ده زما د تحقيق تر مخه پ ه س وات‬
‫کښې ژوند کړے دے او کوم ديوان چې همېش خليل پ ه ک ال ‪ ۱۹۵۸‬کښ ې چ اپ ک ړے دے دغ ه‬
‫ديوان هم د سوات د دې حسېن دے ۔ دا حسېن په خپل ديوان کښې پخپله وائي‬

‫په معنى کښې ستا خاکروب حلقه بګوش ېم‬

‫ګني ملک مې دے پکلۍ استوګنه سوات‬


‫‪Page 3 of 16‬‬

‫حسېن د مغل بادشاه اورنګزېب هم عصر وۀ ۔ حسېن د رحمان بابا د ملکتب ش اعر دے او لک ه د‬
‫حميد بابا نازک خيال او موشګاف دے ۔ په ديوان کښې يې د پښ تون کلت ور هن داره وړان دې ک ړے‬
‫ده ۔ د مېلم ه دوس تۍ‪ ،‬ج رګې‪ ،‬دس تار او ت رۀ ترب ور وغ ېره ذک ر يې پ ه دې مقال ه کښ ې س ره د‬
‫مثالونو بيان شوے دے ۔ حسېن يو ع ام کلي وال قب ائلي س ړے وۀ او د ع امو خلق و د روزم رې او‬
‫محاورې ژبه يې استعمال کړے ده ۔ په خپل کالم کښې يې د کرکيلې سره ت ړلي الف اظ لک ه س تري‪،‬‬
‫قلبه‪ ،‬هل پېره وغېره اس تعمال ک ړي دي ۔ کوم و څېړنک ارانو چې د حس ېن تعل ق د ه زارې د‬
‫عالقې پکلۍ او ملکپور سره ښودلے دے نو دغه رائے هم د غور قابله ده او نورېڅېړنې ته اړتي ا‬
‫لري ۔‬

‫شجره نسب‬

‫د پير بابا د ځوي ميا مصطفىٰ دوه بيبيانې وې ـ د مشرې بي بي نه ئې ي و ځ وے مي ا عبدهللا وۀ چې‬
‫په ميا عبدل مشهور وۀ ـ د دوېمې بي بي نه ئې دوه ځامن وو ـ د يو نوم ميا قاس م او د دوېم ن وم مي ا‬
‫حسن وۀ ـ د ميا حسن د يو ځوي نوم حسېن وۀ ـ دے د خپل سيادت په وجه خپل نوم س ېد حس ېن‬
‫ليکي ـ‪ 1‬د ده شجره نسب مخکښې داسې بيانيږي ـ د پ ير باب ا دوه ځ امن وو ـ س ېد عبدهللا او س ېد‬
‫مصطفى محمد (‪ )1615—1564‬د سېد مصطفى محمد قبر په کونړ کښې دے ـ‪ 2‬سېد عبدهللا اول‬
‫وفات شوے وۀ ـ‪ 3‬د س ېد مص طفى محم د دوه بيبي انې وې ـ د مش رې بي بي ن ه يې ي و ځ وے مي ا‬
‫عبدهللا وۀ چې په ميا عبدل مشهور دے او قبر ئې په شلبانډۍ بونېر کښې دے ـ د کشرې بي بي ن ه‬
‫ئې دوه ځامن وو ـ د يو نوم ميا قاسم او د بل نوم ميا حسن وۀ ـ د ميا قاسم قبر په پير کلي کښ ې دے‬
‫او د ميا حسن قبر په کوکړۍ کښے دے ـ د ميا حسن څلور ځامن وو ـ اول سېد يوس ف وۀ چې پ ه‬
‫ميا شېخ بابا مشهور دے او قبر ئې په جهان اباد منګلور کښې دے ـ دوېم س ېد ن ادان ـ د ده اوالد‬
‫ن ه وۀ او ق بر ئې پ ه ک وکړۍ کښ ې دے ـ درېم س ېد مي ا جي ـ د دۀ هم اوالد ن ۀ وۀ او ق بر ئې پ ه‬
‫غاليګي کښې دے ـ څلورم سېد حسېن وۀ ـ د ده ق بر پ ه ام ازو ش هباز ګ ړه کښ ې دے ـ د س ېد‬
‫حسېن شپږ ځامن وو ـ نومونه ئې دا دي‪ :‬سېد ابدال‪ ،‬سېد اياز‪ ،‬سېد بي اض‪ ،‬س ېد غ ازي ش اه‪،‬‬
‫سېد کريم شاه‪ ،‬سېد واصل ال ّدين ـ‪ 4‬د سېد حسېن مشر ځوے سېد ابدال د ت يرات پ ه غ زا کښ ې‬
‫په ‪ 1072‬هـ کښې عېن په زلميتوب کښې شهيد شوے وۀ ـ د ده ق بر د خپ ل نيک ه مي ا حس ن باب ا د‬
‫مزار په چاردېوارۍ کښې دننه په کوکړۍ کلي کښې دے ـ سېد حسېن د سېد ابدال په فراق کښې‬
‫ډېره درد ناکه مرثيه ليکلې ده ـ لکه چې وائي ـ‬

‫هائے افسوس ارمان ارمان دے زما دله‬

‫راته ووايه چې رابه شې بيا کله‬

‫هغه وار د سېد ابدال د پګړۍ تېر شۀ‬


‫‪5‬‬
‫چې جرګه به د سېدانو پرې کېدله‬
‫‪Page 4 of 16‬‬

‫د سېد ابدال د يو ځوي نوم ميا ګل الل وۀ د هغه قبر په دمغار ‪ 6‬کښې دے ـ د ميا ګل الل د يو ځوي‬
‫نوم سېد جالل وۀ چې په ګالوچ کښې اوسېدۀ او قبر ئې په کاال کلي‪ 7‬کښ ې دے ـ‪ 8‬د حس ېن م ور‬
‫په ماشوموالي کښې مړه شوه ـ او د دۀ پالن ه د دۀ ت رور اوک ړۀ ـ د خپ ل ي تيم والي ذک ر ئې پ ه دې‬
‫شعرونو کښې کړے دے ـ‬

‫بې له مينې چې حسېن ئې خوار خسته کړۀ‬


‫‪9‬‬
‫ګڼه ميندې ښۀ ساتي يتيم زوزاد‬

‫په لباس مينې‪ 10‬هلک مور مړے خپل کړم‬


‫‪11‬‬
‫زۀ کمبخت د شنې مزرۍ په تي لګيا شوم‬

‫او په يو بل شعر کښې دخپل يتيم والي ذکر داسې کوي ۔‬

‫د يتيم په دود لوئېږي زيړ زبېخلے‬


‫‪12‬‬
‫چې رودلے ئې تے د مينې د مور نه وي‬

‫او د دۀ پالنه د دۀ ترور اوکړه ـ لکه په دې شعر کښې ئې چې ياده کرې ده ـ‬

‫چې ئې په اوچو تو ساتلے يم هلک مور مړے‬


‫‪13‬‬
‫ځم چې تعظيم اوکړم د مينې مهربانې ترور ته‬

‫ادبي تخليقات‬

‫د حسېن د شجره نسب نه وروستو به اوس مونږه د حسېن د ادبي تخليق اتو ط رف ت ه راځ و ۔ پ ه‬
‫دې باره کښې عبدالحۍ حبيبي د پښتو ادبياتو په تاريخ کښې ليکي چې حسېن د" خالصة االسالم"‬
‫په نوم يو کتاب په پښتو کښې ترجمه کړے دے چې ط رز ئې د اخ ون دروې زه د مخ زن اس الم پ ه‬
‫شان دے ـ او بيا دا هم وائي چې سېد حسېن د "جنګنامه حسېن" ليکونکے دے ـ‪ 14‬عبدالحليم اثر‬
‫افغاني ليکي چې د دۀ کتاب د اتياو کالو د ي و مش ر س ېد عب دالخالق س ره دے او هغ ه وائي چې دا‬
‫کتاب زمونږ په خاندان کښې زما د والدې صاحبې د ترۀ په قلمي ذخيره کښے وۀ ـ د دغ ه ت رۀ ن وم‬
‫ئې س ېد ح بيب وۀ او د ‪ 1200‬هج ري خواوش ا کښ ې ژون دے وۀ ـ د دې مطلب دا ش ۀ چې س ېد‬
‫‪15‬‬
‫حبيب ته د خپل مشر نيکه ميا قاسم د ورارۀ سېد حسېن قلمي تاليف په ميراث کښ ې پ اتې دے ـ‬
‫د حسېن ديوان د ښاغلي همېش خليل په سريزه او اهتمام پ ه ک ال ‪ 1958‬کښ ې پ ه پېښ ور کښ ې‬
‫چاپ شوے دے ـ دا قلمي نسخه د پېښور د ادبي ټولنې د کتب خ انې ن ه همېش خلي ل اخس تے وه‬
‫ـ‪ 16‬حسېن که هر څومره کتابونه ليکلي وي خو موجود ئې في الحال دا يو ديوان دے ـ د دې دي وان‬
‫چاپې پاڼې پينځه سوو ت ه رس يږي او پ ه اخ ر کښ ې ئې ي و څ و ټ پې هم راغلي دي ـ‪ 17‬ښ اغلے اث ر‬
‫افغاني د جنګنامه حسېن ليکونکے سېد حسېن او دغه ديوان واله حسېن يو ګڼي خ و ص ديق هللا‬
‫‪Page 5 of 16‬‬

‫رشتين وائي چې دا قياس سم نه ښکاري او وائي چې اثر صاحب سېد حسېن د ميا حسن ځوے او‬
‫د ميا مصطفى نمسے بولي چې هغه د سېدعلي ترمذي پير باب ا ځ وے وۀ ـ د زم انې پ ه لح اظ پ ه‬
‫دواړو کښې فرق ډېر دے ـ حسېن په ‪ 1118‬کښې سپين ګيرے وۀ چې د س ېد حس ېن د پالر مي ا‬
‫حسن هم زمانه ښکاريږي ـ بل ه خ بره دا ده چې س ېد حس ېن د جنګن امې پ ه اش عارو کښ ې خپ ل‬
‫تخلص "سېد" راوړے دے او کله سېد حسېن هم ليکي او ح ال دا دے چې دې حس ېن پ ه خپ ل‬
‫ټول ديوان کښې د سېد تخلص په يو ځائے کښې نۀ دے راوړے ـ‪ 18‬صديق هللا رش تين پ ه خپ ل ي و‬
‫بل کتاب "ادبي او تاريخي سمونې" کښې ليکي چې دا دي وان د حس ېن دے او د س ېد حس ېن ن ۀ‬
‫دے ـ‪ 19‬رحيم شاه رحيم ليکي چې د هغه دوه قلمي نسخې اوس هم په ګه ړي ام ازو (م ردان) کښ ے‬
‫يو د هغه د نمسو او ب ل د کف ور خېل و خان انو س ره پ رتې دي ـ‪ 20‬داس ې معلوم يږي چې د حس ېن‬
‫ديوان هغه په خپل ژوند مرتّب کړے وۀ ـ دا النديني شعرونه د دې خبرې پخلے کوي ـ‬

‫د زړۀ موج ئې لکه سيند و سر ته اوخوت‬


‫‪21‬‬
‫همېشه حسېن لري په الس ديوان لوند‬

‫او يا لکه دا شعر‬

‫سوز په سوز راباندې پورې سوزان شعر کۀ‬


‫‪22‬‬
‫سرې لمبې مې نن بليږي په ديوان کښې‬

‫د سېد حسېن ک وم دي وان چې همېش خلي ل ص احب چ اپ ک ړے دے ‪،‬د دي وان دا قلمي نس خه د‬


‫مردان نه تر السه شوې ده ـ‪ 23‬دا ديوان په وړومبي ځل د همېش خليل په ترتيب او ت دوين س ره پ ه‬
‫‪ 1958‬کښې چاپ شوے دے ـ هغه د دغه ديوان پ ه ديباچ ه کښ ې ليکي چې پ ادري هي وز چې پ ه‬
‫"کليد افغاني" کښې د کوم حسېن ذکر کړے دے او دوه غزلونه ئې ورل ه د نم ونې ورک ړي دي ـ‬
‫دا ديوان د کليد افغاني د دغه حسېن ديوان نۀ دے ـ‪ 24‬صديق هللا رښتين هم داسې ليکي چې پادري‬
‫هيوز په کليد افغاني کښې کوم دوه غزلونه راوړي دي دغه غزلونه د حسېن په دي وان کښ ې نش ته‬
‫نو معلوميږي چې حسېن او سېد حسېن دواړه جدا جدا ش اعران وو ـ‪ 25‬رش تين وائي چې پ ادري‬
‫هي وز چې د ک وم حس ېن ش اعر ذک ر ک ړے دے دغ ه حس ېن د ص وابۍ د عالقې ش اه منص ور‬
‫اوسېدونکے وۀ ـ عبدالحۍ حبيبي ليکي چې د حسېن د ژوند حاالت چا ته پوره نۀ دي معل وم خ و‬
‫پادري هيوز ئې په "کليد افغاني‪ ،‬کښې ذکر کړے دے ـ‪ 26‬خو اوس پت ه اولګې ده چې د کلي د افغ اني‬
‫حسېن بل دے ـ‬

‫پېدائش او د ژوند زمانه‬

‫اوس به وړاندې مونږه د حسېن د پېدائش او د هغه د زمانې په باره کښ ې ګ ورو چې دۀ د ک ومې‬
‫زمانې سره تعلق لرلو۔ سېد حسېن د بونېر په پاچا کلي کښې د ‪ 1050‬هجري خواوشا پېدا شۀ ـ‬
‫او ت ر ډې رې م ودې پ ورې د بون ېر پ ه مل ک پ ور ن ومې کلي کښ ې اوس ېدۀ ـ‪ 27‬د مغ ل بادش اه‬
‫‪Page 6 of 16‬‬

‫اورنګزېب د مرګ په وخت يعني ‪ ۱۱۱۸‬هجري کښې حسېن د پنځوستو کالو وۀ نو په دغه حساب‬
‫که مونږه اوګورو نو په دغه حساب ‪ ۱۰۶۸‬هجري د حسېن د زېږون نېټه جوړيږي ۔‬

‫د ملک پور ذکر په يو شعر کښې داسې کوي ـ‬

‫چې پېدا شوې پکښې ستا ماللې سترګې‬


‫‪28‬‬
‫ځکه پاتې له حسېنه ملک پور شۀ‬

‫د حسېن د تعليم او ززدک ړو پ ه ب اره کښ ي مختل ف رواي ات موج ود دي ۔ داس ې وئېلې ش ي چې‬
‫حسېن خپلې ورومبۍ زدکړې د پير بابا پ ه مدرس ه عالي ه کښ ې اوک ړې ـ او د ن ور علم د پ اره د‬
‫هندوستان دهلي او دکن عالقو ته الړۀ ـ‪ 29‬په خپلو اشعارو کښې د هند او د دکن ذکر داسې کوي ـ‬

‫په رضا مې زړۀ په زړۀ لۀ ياره واخست‬

‫که ميشته زۀ په دکن او يا په هند ېم‬

‫يا لکه دا شعر‬

‫ال به څرګند د ښکلي مخ په مخه راشي کله‬


‫‪31‬‬
‫د تورو زلفو په ډونډ‪ 30‬تلم په هندوستان اوختم‬

‫او يا لکه دا شعر‬

‫واړه عشق دي چې سړے جهان ګشته کا‬


‫‪32‬‬
‫په اسانه به څوک پرېږدي خپل وطن‬

‫بل ځائے د وطن د پرېښودلو ذکر داسې کوي ـ‬

‫بې وصلته دې ژوندون راباندې ګران وۀ‬


‫‪33‬‬
‫ستا ماللو سترګو ورک کړم له وطنه‬

‫په دې شعرونو کښې د وطن د پرېښودلو او د هندوستان د ذکر کول و ن ۀ دا پت ه لګي چې حس ېن دا‬
‫وطن پرېښودلے وۀ او په هندوستان کښې يې وخت ت ېر ک ړے وۀ ۔ س ېد حس ېن د اورن ګ زېب‬
‫مغلي بادشاه د زمانې شاعر دے ـ لکه چې وائي ـ‬

‫دغه تخت وۀ د دونهې چې ملنګ واغست‬


‫‪34‬‬
‫که مسند د هندوستان وۀ اورنګ واغست‬
‫‪Page 7 of 16‬‬

‫او يا لکه دا شعر‬

‫لکه چې زۀ ستا د کوڅې په خاورو فخر کوم‬


‫‪35‬‬
‫هومره لوئي د هندوستان په تخت اورنګ نه کاندي‬

‫او بل ځائے داسې وائي ـ‬

‫دا په قېنج ډکه نوې پېغله مې له څنګه الړه‬


‫‪36‬‬
‫که بادشاهي د هندوستان وه د اورنګه الړه‬

‫او بل ځائے داسې وائي ـ‬

‫چې پرون د هندوستان د تخت بادشاه وۀ‬


‫‪37‬‬
‫نن ئې لور زمانې اوټومبۀ په مال کښې‬

‫اورنګزېب په کال ‪ 1118‬هجري کښې وفات شوے دے ـ پ ه دغ ه وخت کښ ې حس ېن د پنځوس تو‬


‫کالو سپين ګيرے وۀ لکه چې وائي ـ‬

‫اوس په سپينه ګيره څۀ رنګ ترې توبه کړم‬


‫‪38‬‬
‫يمه عشق سره اشنا په حيوانۍ کښې‬

‫او يا لکه دا شعر ـ‬

‫کج کردار يم کج ګفتاره پټې سترګې‬


‫‪39‬‬
‫سپينه ګيره غاښ وتلي هوښيار نۀ شوم‬
‫‪40‬‬
‫په دې حساب د سېد حسېن د زېږون نېټه‪ ۱۰۶۸‬هجري ټاکل کيږي ـ‬

‫دحسېن د اوسېدلو عالقه‬

‫د ټولو نه اهم سوال کوم چې د دې مقالې په مرکزي س والونو کښ ې ي و س وال دے هغ ه دا دے چې‬


‫حسېن د کوم ځائے وۀ او په کومو کومو ځايونو کښې يې ژوند کړے وۀ او د ژوند زياته برخه يې‬
‫په کوم ځائے کښې تېره کړې ده ۔ په دې باره کښې پوهاند ص ديق هللا رش تين ليکي چې حس ېن د‬
‫اباسين ن ه پ ورې غ اړې د کش مير او تين ول ت ر مينځ س يمه کښ ې د پکلۍ (مل ک پ ور) ن ومې کلي‬
‫اوسېدونکے وۀ ـ خوپه دي حقله يو بل قول دا دے چې کوم وخت چې د ميا حسن مش ر ورور مي ا‬
‫قاسم د ميا نور محمد په وېنا سوات کوهستان ته د اسالم د تبليغ د پاره د ډوما ک افرو س ره پ ه م دين‬
‫شاګرام او پکهلۍ کښې ميشته وۀ نو سېد حسېن هم په خپل ترۀ پسې د بونېر نه پکهلۍ ته الړ شۀ‬
‫‪Page 8 of 16‬‬

‫ـ پکهلۍ د سوات پخواني بادشاه سلطان پکهل په نوم د کوهستان په عالقه کښې د مدين سره ن زدې‬
‫يو کلے دے ـ‪ 41‬سېد حسېن ډېره زمانه په پکهلۍ (سوات) کښې د خپ ل ت رۀ مي ا قاس م د ت ربيت او‬
‫صحبت الندې اوسېدۀ ـ‪ 42‬رحيم شاه رحيم وائي چې کوم ديوان چې همېش خلي ل چ اپ ک ړے دے‬
‫دا هم د سوات د دې حسېن ديوان دے ـ او مخکښې زي اتوي چې قاض ي عب دالحليم اث ر او همېش‬
‫خليل صېب چې د دې پکهلۍ نه مراد د هزارې پکهلۍ اخستې ده نو د دې وجه دا ده چې هغوي ته‬
‫د سوات د پکهلۍ پته نۀ وه ـ‪ 43‬کله چې سېد حسېن د پکلۍ (م دين‪ ،‬س وات) ن ه ک وکړۍ ت ه راغے‬
‫نو دا شعر ئې ووئېلو ـ‬

‫په معنى کښې ستا خاکروب حلقه بګوش ېم‬

‫ګني ملک مې دے پکلۍ استوګنه سوات‬

‫په دې حقله داسې وائېلے کيږي چې هغه وخت کښې ب ه يې پکلۍ ت ه س وات ځک ه ن ۀ وئېل و چې‬
‫پکلۍ‪ ،‬مدين‪ ،‬شاګرام او تيرات د سوات په طبعي جغرافيائي حدونو کښې نۀ راتلۀ ـ لکه څنګ ه چې‬
‫راورټي وئېلي دي چې د پي ا ن ه پ ه ب ره کوهس تان پ ه س وات کښ ې ن ه راځي ـ‪ 44‬راورټي وائي چې‬
‫چورړۍ ‪[45‬مدين] او تيرات د شېخ ملي په وخت کښ ې ن ۀ دي قبض ه ش وي بلکې ي و نيم س ل کال ه‬
‫‪46‬‬
‫وروستو د اخون کريم داد په وخت کښې د سوات کوهستان د کافرو نه اخستي شوي دي ـ‬

‫حسېن چې کله زلمے شۀ نو د ترور د لور سره ئې مينه پېدا شوه ـ او د دې مي نې د زياتې دو ل ه‬
‫وجې سوات ته الړۀ لکه چې وائي ـ‬

‫په معنى کښې ستا خاکروب حلقه بګوش ېم‬


‫‪47‬‬
‫ګني ملک مې دے پکلۍ استوګنه سوات‬

‫خو رحيم شاه رحيم وائي چې دا ملک پور د پکلۍ (هزاره) ملک پور ن ۀ دے بلکې د بون ېر مل ک‬
‫پور دے ـ او په دې شعر کښ ې چې کوم ه پکلۍ ي اده ش وې ده دا ن وم د ه زارې د پکلۍ ن ۀ بلکې د‬
‫سوات پکلۍ ده ـ وائي چې څه وخت د ميا حسن مشر ورور ميا قاسم سوات کوهستان ت ه د اس الم د‬
‫تبليغ د پاره راغے نو سېد حسېن هم په خپل ترۀ پسې د بونېر نه پکلۍ (سوات‪ ،‬مدين) ت ه الړۀ ـ‬
‫د سوات کوهستان د تيرات په غزا کښې چې کله ميا کريم داد شهيد شۀ ن و د مي ا ن ور محم د او مي ا‬
‫قاسم سره سېد حسېن هم په ډېرو جنګون و کښ ې برخ ه واخس ته ـ دغ ه وج ه ده چې دے د س ېد‬
‫حسېن غازي په نوم هم ياديږي ـ ميا قاسم په سوات کوهس تان کښ ې ن وو مس لمانانو ت ه د اس المي‬
‫تعليماتو درس ورکولو د پاره ډېره موده په سوات کوهستان کښي اوس ېدۀ ـ او څ ه وخت وروس تو‬
‫ميا قاسم پير کلي ته راغے او سېد حسېن ئې په پکلۍ (مدين) کښې پ اتې ک ړۀ ـ او بي ا څ ه وخت‬
‫وروستو سېد حسېن د مدين (پکلۍ) نه سېدو شريف سره نزدې کوکړۍ نومې کلي ت ه الړۀ ـ پ ه‬
‫کوکړۍ کښې د سېد حسېن پالر ميا حسن اوس ېدۀ ـ دے څ ه وخت وروس تو د م رادان د ام ازو‬
‫ګړۍ د خلقو په دعوت هلته الړ شۀ ـ‬
‫‪Page 9 of 16‬‬

‫عبدالحليم اثر افغاني ليکي چې سېد حسېن د رياست س وات د مرک زي مق ام س ېدو ش ريف س ره‬
‫متصل مغرب طرف ته کوکړۍ نومې کلي کښې اوسېدۀ ـ او د دغه ځائے نه په هغه زمانه کښ ې د‬
‫امازي قبيلې مشرانو په جرګه بوتلۀ ـ او د مردان مشرق طرف ته په مشهور کلي ګړهي دولت زئې‬
‫کښې اباد شۀ ـ هم دلته وفات شۀ او زيارت ئې هم په دې کلي کښې دے ـ‬

‫وفات‬

‫چې کله دې امازو ګړۍ ته الړۀ نو د(‪1717‬ء) ‪ 1130‬هجري خواو شا هم هلت ه وف ات ش وے دے ـ‬


‫قبر ئې په امازو ګړۍ کښې د خوړ په غاړه شهباز ګړې ته نزدې په لږه فاصله پ روت دے ـ او پ ه‬
‫سېد حسېن بابا ياديږي ـ‪ 48‬سېد عب دالجبار ش اه وائي چې د س ېد حس ېن ق بر س ېدو ش ريف ت ه‬
‫‪49‬‬
‫نزدې دے ـ‬

‫اوالد‬

‫د حسېن د شپږو ځامنو نومونه دا دي ـ سېد اب دال‪ ،‬س ېد اي از‪ ،‬س ېد بي اض‪ ،‬س ېد غ ازي ش اه‪،‬‬
‫سېد کريم شاه‪ ،‬سېد واصل ال ّدين‪ 50‬داسې هم وئېلےشي چې د سېد حس ېن څ ه اوالد پ ه س وات‬
‫او څه د سمې په اسماعيله (صوابۍ) او زېده کښې اوسيږي ـ او دا هم وائي چې سېد قاسم او س ېد‬
‫حسېن او د دوي اوالد د سوات کوهستان په جهاد کښې حصه اخس تې ده ـ‪ 51‬د حس ېن د م رګ ن ه‬
‫وروستۀ د دۀ اوالد په خواو شا عالق و کښ ې خ ور ش ۀ چې پ ه ګ ړهي دولت زئې تحص يل م ردان‪،‬‬
‫اسماعيله‪ ،‬نذر‪ ،‬زېده او هنډ تحصيل صوابۍ کښې اباد دي ـ او نور اوالد ئې په رياست سوات کښې‬
‫خاص په قمبر کښې دے ـ د رياست سوات د والي صاحب مام ا ګ ان چې پ ه الال ګ انو مش هور دي‬
‫هغه هم د دې سېد حسېن په اوالد کښې دي ـ‪ 52‬رحيم شاه رحيم ليکي چې کله دے په ګړهي امازو‬
‫کښې وفات شۀ نو د دۀ د مرګ نه وروستو د دۀ څۀ اوالد سوات ته الړل او په سوات کښې په قمبر‪،‬‬
‫ډهېرۍ‪ ،‬دمغار‪ ،‬کاال کلي‪ ،‬ګالوچ او شلهڼ کښې اباد شول ـ د سېد حسېن د يو ځوي سېد اب دال‬
‫قبر په کوکړۍ کښې دے ـ د سېد ابدال د يو ځوي نوم ميا ګل الل دے او د دۀ قبر پ ه دمغ ار کښ ې‬
‫‪53‬‬
‫دے ـ د ميا ګل الل د ځوي سېد جالل قبر په کاال کلي کښې دے ـ‬

‫د شاعرۍ مکتب‬

‫کله چې مونږه د حسېن د شاعرۍ پ ه مکتب خ برې ک وو ن و د وېن ا او کالم پ ه س ادګۍ‪ ،‬اس انۍ او‬
‫رواني کښ ې دے د رحم ان باب ا د مکتب پ يرو دے ـ مګ ر پ ه ن ازک خي الۍ ‪،‬ادبي تشبيهـ ګ انو او‬
‫استعارو کښې د حميد د الرے ملګرے دے ـ لکه حمي د باب ا چې موش ګاف ي اديږي ن و دۀ ځ ان ت ه‬
‫پخپله هم موشګاف وئېلي دي ـ‬

‫عشق باريکه مسئله ده فکر بويه‬


‫‪54‬‬
‫غره مۀ اوسه حسېنه موشګافه‬

‫او بل ځائے کښې د موشګا فۍ ذکر داسې کوي ـ‬


‫‪Page 10 of 16‬‬

‫بيا به د يار د ښکلي حسن ګفتګو نۀ کوم‬


‫‪55‬‬
‫چې ئې په مدحه زۀ حسېن وېښته چولے نه شم‬

‫د نازک خيالۍ يو څو نورې نمونې ئې دا دي ـ‬

‫دغه وينې دي زما چې فلک قے کړې‬


‫‪56‬‬
‫بېهوده ئې شفق بولي نا خبر‬

‫دغه وينې دي زما چې فلک اوڅښې‬


‫‪57‬‬
‫نا خبر عالم ئې بولي په شفق‬

‫دا زما د خون اغېړ وۀ اسمان قے کړۀ‬


‫‪58‬‬
‫بېهوده وائي شفق شۀ مازيګر دے‬

‫دا زما د آه لوخړه اسمان قے کړه‬


‫‪59‬‬
‫دغه نه دے صبحدم چې سحر راغے‬

‫دا او داسې بې شماره نورو شعرونو کښې د حسېن د نازک خيالۍ نادرې نمونې مون دے ش ي او د‬
‫دې نمونو په ليدلو بې اختياره هر سړے د حسين د نازک خيالۍ تعريفونه کوي ۔‬

‫د شاعرۍ موضوعات‬

‫کله چې مونږه د حسېن د د شاعرۍ موضوعات او خصوصيات ګورو نو م ونږ ت ه د حس ېن پ ه‬


‫ديوان کښې د مينې محبت او عشق ترانې‪ ،‬اخالقي پندونه او اجتماعي درسونه زيات په نظر راځي‬
‫ـ‪ 60‬د دۀ د اشعارو لوئے صفت دا دے چې د پښتو خالص او س وچه لغ ات پکښ ې ډې ر دي او د خپ ل‬
‫وخت د نورو شاعرانو په شان پکښې د عربۍ او فارسۍ اثرات کم دي ـ‪ 61‬د کر کيلې سره ت ړلي ي و‬
‫څو اصطالحات يې داسې استعمال کړي دي چې نن صبا هم د س وات د کلي و او د بان ډو خل ق دغ ه‬
‫اصطالحات استعمالوي ـ دا ظاهره ده چې د سوات د ښ اريې خل ق هم دا اص طالحات ن ه پ ېژني ـ‬
‫فصل چې اورېبلے شي او په پټي کښې خور پروت وي يعني ګېډۍ ئې ترې نه وي تړلې نو دغ ه‬
‫پرانستو ګېډو ته ستري وائي ـ دې اصطالح له ئې څنګه روماني رنګ ورکړے دے ـ‬

‫اوسوم پائے تر سره ارام نه مومم له سره‬


‫‪62‬‬
‫او چيچلم مار د تورو زلفو په ستري کښې‬

‫او يا لکه دا شعر‬


‫‪Page 11 of 16‬‬

‫ولې به دماغ د حسېن کوږ نه وي له کبره‬


‫‪63‬‬
‫درسته شپه چې خوب د يار د زلفو په سترو کا‬

‫دغه رنګې يو بل لفظ قوده چې بنيادي توګه باندې د کرکيلې سره تعلق ل ري‪ ،‬داس ې اس تعمالوي ۔ د‬
‫يادولو وړ ده چې قوده د وښو يو موټي ته وائي ۔‬

‫قوده غشي مې د زړۀ په موخه لک شو‬


‫‪64‬‬
‫خطا نه کړۀ ستا مژګانو ګذار خپل‬

‫هل پېره هم د کرکيلې اصطالح ده ـ کله چې څوک په غواي انو ي وه ک وي او غواي ان ي و کي ل ختم‬
‫کړي او بيا واپس يې راګرځوي دې ته هل پېره وائي ۔حسېن ئې داسې استعمالوي ـ‬

‫بې له تا چې د وقوف فکر دې نشته‬


‫‪65‬‬
‫غوائي اودريږي چې راشي هل پېره‬

‫د پښتون ثقافت او پښتونولۍ عکاسي‬

‫د حسېن په شاعرۍ کښې د پښتون ثقافت په زړۀ پورے عکاسي شوې ده ـ لک ه څنګ ه چې پ ه دې‬
‫شعرونو کښې ښکاريږي ـ د مثال په توګه مېلمستيا چې د پښ تو او پښ تونولۍ ي و اهم ت وکے دے د‬
‫هغې يادونه يې داسې کړې ده ۔‬

‫لږه غوښه به د زړۀ و کوم ته ږدمه‬

‫مېلمانۀ مې شو غمونه د يار ډله‬

‫دلته په دې النديني شعر کښې په پښتونولۍ فخر دے او د پښتونولۍ د ي و ب ل خصوص يت ذک ر دے‬


‫هغه خصوصيت دا دے چې يو پښتون د يو دشمن نۀ تختېدل خپل ش رم او دپښ تو درواي اتو خالف‬
‫ګڼي او که څوک داسې اوکړي نو هغه بيا پښتون نۀ حسابيږي ۔‬

‫اوس په کوم هنر حسېنه لۀ عشق تښتم‬

‫چې شهره شوم د پښتو په پرګنې زۀ‬

‫دلته په دې النديني شعر کښې د جرګې د اهميت ذکر دے او يوه بل ه خ بره پکښ ې دا هم پټ ه ده چې‬
‫څوک په چا پسې جرګې له ورشي نو دغه کوربه به يې مېلمستيا هم کوي او د جرګې خبره ب ه هم‬
‫مني ۔‬

‫بيا جرګه د يار د غم راباندې راغله‬


‫‪Page 12 of 16‬‬

‫لکه قرت به ئې مېزبانۍ لره سولېږم‬

‫دلته د پښتنې ټولنې د يو بل خصوصيت ذکر دے چې په پښ تنه ټولن ه کښ ې د ت رۀ ځ وي ت ه ترب ور‬


‫وائي او دا لفظ د دشمن هم معني استعمالوي ۔‬

‫چې په اصل مې تربور و سر ته ناست دے‬

‫په دوستۍ به د رقيب کله اقرار شم‬

‫ښېرې کول هم په پښتون کلچر کښې موجود دي او زياتره کمزوري خلق او ښځې ښېرې ک وي ۔‬
‫کله نا کله خلق د ډېرې مينې او ناز نۀ هم ښېرې کوي لکه په دې ټپه کښې چې ذکر شوي دي ۔‬

‫مازيګرے دے ښېرې مۀ کړه‬

‫ته به د ناز ښېرې کوې رښتيا به شينه‬

‫حسېن د ښېرو په باره کښې داسې وائي ۔‬

‫که مدام ورته دربم په ښېرو زمکه‬


‫‪66‬‬
‫نۀ شۀ ځائے د سپي رقيب زېر زمين‬

‫لکه څنګه چې بره ذکر شو چې پښتانۀ تربور د دشمن په معنو کښې اخلي خو کل ه چې د ب ل ق ام ي ا‬
‫زورور دشمن سر جنګ جګړه راشي نو بيا ترۀ تربور ټول يو الس وي ۔ لکه د حسېن په دې شعر‬
‫کښې چې د ترۀ او د ورارۀ د صالح ذکر راغلے دے ۔‬

‫غوږ په غوږ رقيب غماز په ګوښه ناست دے‬


‫‪67‬‬
‫خدايه خېر کړې څۀ صال ورارۀ او ترۀ کا‬

‫دستار او بيا په دس تار کښ ې ل وړه او جګ ه ش مله پ ه پښ تون کلچ ر کښ ې د مش رۍ او د ع زت ي و‬


‫عالمت دے ۔ حسېن په دې شعر کښې د دستار ذکر داسې کړے دے ۔‬

‫تورزن فکر مې عالم په ډاګ ډاګ اوويشت‬


‫‪68‬‬
‫نن شمله يم زۀ حسېن په پښتنو کښې‬

‫د دې شعرونو نه عالوه نور هم يو شمېر شعرونه داسې دي چې د پښ تون کلت ور او رس م و رواج‬


‫اندازه ترې په اسانه لګېدلے شي ۔‬

‫نتېجه‬
‫‪Page 13 of 16‬‬

‫کوم ديوان چې ښاغلي همېش خليل چاپ کړے دے ـ د ا دي وان د حس ېن دے ـ او دا حس ېن پ ه‬


‫سوات کښې پاتې شوے دے ـ او هم دا حسېن دے چې د پيربابا په اوالد کښې دے ـ ک وم چې دۀ د‬
‫پکلۍ ذکر کړے دے نو دا پکلۍ هم د سوات (مدين) پکلۍ ده ـ همېش خلي ل د حس ېن د دي وان پ ه‬
‫مق ّدمه کښې ليکي چې حسېن د هزارې د پکلۍ عالقې د ملک پور نومې کلي وۀ ـ‪ 69‬خ و د حس ېن‬
‫د ديوان د داخلي شهادتونو نه هم پته لګي چې هغه د سوات اوسېدونکے وۀ ـ په سوات کښې چې د‬
‫شېخ ملي د وخت کوم ګرځينده وېش په رواج کښې وۀ د هغې ذکر داسې کوي ـ‬

‫اوس به کوم وطن ته کډه د زړۀ بيا يم‬


‫‪70‬‬
‫چې دوتر مې شۀ د مينې شېخ ملي‬

‫په دې وېش کښې دوه قسمه تقس يم وۀ ـ ي و ت ه ب ه ئې دوت ر وئېل و او ب ل ت ه س ېرۍ ـ د دوت ر او‬
‫سېرۍ ذکر داسې کوي ـ‬

‫د تن کډه به حسېن پسې راکاږم‬


‫‪71‬‬
‫چې وطن ته مې د عشق د زړۀ دوتر الړ‬

‫او يا لکه دا شعر‬

‫د برني فرياد مې ګرځي پکښې دوه سو قلبې‬


‫‪72‬‬
‫ذاهد دې اوکا تماشا زما د عشق سېرو ته‬

‫د پکلۍ ذکر داسې کوي‬

‫چې پېدا شو پکښې مشک زما د شعره‬


‫‪73‬‬
‫دا ختن دے نه پوهېـږم که پکلۍ‬

‫د سوات ذکر داسې کوي ـ‬

‫په معنى کښې ستا خاکروب حلقه بګوش ېم‬


‫‪74‬‬
‫ګني ملک مې دے پکلۍ استوګنه سوات‬

‫لکه څنګه چې په دې مقاله کښې ذکر شو د حسېن په ديوان کښې د سوات د نوم د ذکر‪ ،‬د س وات د‬
‫مخصوص تاريخ او کلتور د ذکر (لکه د ش ېخ ملي دوت ر‪ ،‬وېش‪ ،‬س ېرۍ وغ ېره) او د س وات د‬
‫پښتو د لهجې د مخصوصو الفاظو د استعمال او د نورو هم عص ر ت اريخونو او د حس ېن پ ه ب اره‬
‫کښې د بعضي روستنو ليکواالنو د څېړنو ن ۀ م ونږ پ ه دې نتېج ه رس ېږو چې حس ېن د ژون د‬
‫زياته برخه په سوات کښې تېره کړې ده او دغه رنګ شاعري يې هم په سوات کښ ې ک ړې ده ۔ دا‬
‫خو هغه ثبوتونه دي چې مونږ ترې په دې نتېج ه اورس ېدلو چې حس ېن د س وات د پکلۍوه او د‬
‫‪Page 14 of 16‬‬

‫بونېر د ملک پور وۀ او د ژوند زياته برخه يې په سوات کښې تېره کړې ده خو تر ک ومې پ ورې‬
‫چې د هزارې د پکلۍ تعلق دے او د هزارې د ملک پور تعلق دے نو دغه خبره نور تحقيق غواړي‬
‫د کوم د وجې چې به دا خبره نوره هم په ډاګه شي ۔‬

‫حوالې‬
‫‪ 1‬اثر‪ ،‬قاضي عبدالحليم‪ ،‬تېر هېر شاعران‪ ،‬پېښور‪ ،‬پښتو اکيډمي‪ ، 1963 ،‬مخ‪34 :‬‬
‫‪ 2‬ستهانوي‪ ،‬عبدالجبار شاه‪ ،‬کتاب العبرة‪ ،‬اسالم اباد‪ ،‬پورب اکادمي‪ ،2011 ،‬ص‪232:‬‬
‫‪ 3‬هم دغه اثر‪ ،‬ص‪232:‬‬
‫‪ 4‬رحيم‪ ،‬رحيم شاه‪ ،‬غټه خزانه (غېر مطبوعه)‪ ،‬مخ‪49:‬‬
‫‪ 5‬هم دغه اثر‪ ،‬مخ‪48،49:‬‬
‫‪6‬‬
‫دمغار د سوات کبل تحصيل يو کلے دے‬
‫‪7‬‬
‫ګالوچ او کاال کلے د سوات د کبل تحصيل دوه کلي دي ۔‬
‫‪ 8‬رحيم‪ ،‬رحيم شاه‪ ،‬سېد حسېن‪ ،‬مقاله مشموله مياشتينۍ پښتو‪ ،‬پېښور‪ ،‬پښتو اکيډمي‪ ،‬جلد‪ ،18 :‬شماره‪( ،8 :‬ستمبر ‪ ،)1986‬مخ‪:‬‬
‫‪24‬‬
‫‪ 9‬حسېن‪ ،‬ديوان حسېن‪ ،‬مرتّبه همېش خليل‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ،1958 ،‬مخ‪104:‬‬
‫‪10‬‬
‫لباسي مينه يعني ظاهري مينه په کومه کښې چې د زړۀ مينه او اخالص نۀ وي شامل‬
‫‪ 11‬حسېن‪ ،‬ديوان حسېن‪ ،‬مرتّبه همېش خليل‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ،1958 ،‬مخ‪307:‬‬
‫‪ 12‬هم دغه اثر‪ ،‬مخ‪413:‬‬
‫‪ 13‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪52:‬‬
‫‪ 14‬رحيم‪ ،‬رحيم شاه‪ ،‬سېد حسېن‪ ،‬مقاله مشموله مياشتينۍ پښتو‪ ،‬پېښور‪ ،‬پښتو اکيډمي‪ ،‬جلد‪ ،18 :‬شماره‪( ،8 :‬ستمبر ‪ ،)1986‬مخ‪:‬‬
‫‪24‬‬
‫‪ 15‬اثر‪ ،‬قاضي عبدالحليم‪ ،‬تېر هېر شاعران‪ ،‬پېښور‪ ،‬پښتو اکيډمي‪ ، 1963 ،‬مخ‪34،35 :‬‬
‫‪ 16‬رشتين‪ ،‬صديق هللا‪ ،‬پياوړي شاعران‪ ،‬پېښور‪ ،‬يونيورسټي بک ايجنسي‪ ،1993 ،‬مخ‪40:‬‬
‫‪ 17‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪41،42:‬‬
‫‪ 18‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪43:‬‬
‫‪ 19‬رشتين‪ ،‬صديق هللا‪ ،‬ادبي او تاريخي سمونې‪ ،‬پېښور‪ ،‬يونيورسټي بک ايجنسي‪ ،1992 ،‬مخ‪86:‬‬
‫‪ 20‬رحيم‪ ،‬رحيم شاه‪ ،‬غټه خزانه (غېر مطبوعه)‪ ،‬مخ‪50 :‬‬
‫‪ 21‬حسېن‪ ،‬ديوان حسېن‪ ،‬مرتّبه همېش خليل‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ،1958 ،‬مخ‪123:‬‬
‫‪ 22‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪210:‬‬
‫‪ 23‬همېش خليل (مرتّب)‪( ،‬پس منظر) ديوان حسېن‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ، 1958 ،‬مخ‪:‬ط‬
‫‪ 24‬همېش خليل (مرتّب)‪( ،‬خاکه) ديوان حسېن‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ، 1958 ،‬مخ‪ :‬ه‬
‫‪ 25‬رشتين‪ ،‬صديق هللا‪ ،‬پياوړي شاعران‪ ،‬پېښور‪ ،‬يونيورسټي بک ايجنسي‪ ،1993 ،‬مخ‪43:‬‬
‫‪ 26‬حبيبي‪ ،‬عبدالحي‪ ،‬پښتانۀ شعراء‪ ،‬پېښور‪ ،‬يونيورسټي بک ايجنسي‪ ،‬مخ‪159 :‬‬
‫‪ 27‬رحيم‪ ،‬رحيم شاه‪ ،‬سېد حسېن‪ ،‬مقاله مشموله مياشتينۍ پښتو‪ ،‬پېښور‪ ،‬پښتو اکيډمي‪ ،‬جلد‪ ،18 :‬شماره‪( ،8 :‬ستمبر ‪ ،)1986‬مخ‪:‬‬
‫‪22‬‬
‫‪ 28‬حسېن‪ ،‬ديوان حسېن‪ ،‬مرتّبه همېش خليل‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ،1958 ،‬مخ‪194:‬‬
‫‪ 29‬رحيم‪ ،‬رحيم شاه‪ ،‬غټه خزانه (غېر مطبوعه)‪ ،‬مخ‪47 :‬‬
‫‪30‬‬
‫لټون‬
‫‪ 31‬حسېن‪ ،‬ديوان حسېن‪ ،‬مرتّبه همېش خليل‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ،1958 ،‬مخ‪314:‬‬
‫‪ 32‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪362:‬‬
‫‪ 33‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪355:‬‬
‫‪ 34‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪59:‬‬
‫‪35‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪108:‬‬
‫‪ 36‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪150:‬‬
‫‪ 37‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪205:‬‬
‫‪ 38‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪203:‬‬
‫‪ 39‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪339‬‬
‫‪ 40‬رشتين‪ ،‬صديق هللا‪ ،‬پياوړي شاعران‪ ،‬پېښور‪ ،‬يونيورسټي بک ايجنسي‪ ،1993 ،‬مخ‪41:‬‬
‫‪ 41‬رحيم‪ ،‬رحيم شاه‪ ،‬سېد حسېن‪ ،‬مقاله مشموله مياشتينۍ پښتو‪ ،‬پېښور‪ ،‬پښتو اکيډمي‪ ،‬جلد‪ ،18 :‬شماره‪( ،8 :‬ستمبر ‪ ،)1986‬مخ‪:‬‬
‫‪23‬‬
‫‪ 42‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪23:‬‬
‫‪ 43‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪24:‬‬
‫‪44‬‬
‫‪Raverty, H.G., An Account of Upper and Lower Suwat, and the Kohistan to the source of the Suwat‬‬
‫)‪River with an account of the tribes inhabiting those valleys, Journal of the Asiatic Society (Calcutta‬‬
‫‪Vol. 31 (No. 3, 1862), p. 263.‬‬
‫‪45‬‬
‫د مدين زوړ نوم چورړۍ وۀ کوم چې د سوات د رياست حکمران‪ ،‬مياګل عبدالودود د چورړۍ په ځائے په مدين بدل کړۀ ۔‬
‫‪46‬‬
‫‪Raverty, H.G., An Account of Upper and Lower Suwat, and the Kohistan to the source of the Suwat‬‬
‫)‪River with an account of the tribes inhabiting those valleys, Journal of the Asiatic Society (Calcutta‬‬
‫‪Vol. 31 (No. 3, 1862), p. 263.‬‬
‫‪ 47‬حسېن‪ ،‬ديوان حسېن‪ ،‬مرتّبه همېش خليل‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ،1958 ،‬مخ‪58:‬‬
‫‪ 48‬رحيم‪ ،‬رحيم شاه‪ ،‬سېد حسېن‪ ،‬مقاله مشموله مياشتينۍ پښتو‪ ،‬پېښور‪ ،‬پښتو اکيډمي‪ ،‬جلد‪ ،18 :‬شماره‪( ،8 :‬ستمبر ‪ ،)1986‬مخ‪:‬‬
‫‪23‬‬
‫‪ 49‬ستهانوي‪ ،‬عبدالجبار شاه‪ ،‬کتاب العبرة‪ ،‬اسالم اباد‪ ،‬پورب اکادمي‪ ،2011 ،‬ص‪233 :‬‬
‫‪ 50‬رحيم‪ ،‬رحيم شاه‪ ،‬غټه خزانه (غېر مطبوعه)‪ ،‬مخ‪49:‬‬
‫‪ 51‬ستهانوي‪ ،‬عبدالجبار شاه‪ ،‬کتاب العبرة‪ ،‬اسالم اباد‪ ،‬پورب اکادمي‪ ،2011 ،‬ص‪233 :‬‬
‫‪ 52‬اثر‪ ،‬قاضي عبدالحليم‪ ،‬تېر هېر شاعران‪ ،‬پېښور‪ ،‬پښتو اکيډمي‪ ، 1963 ،‬مخ‪35 :‬‬
‫‪ 53‬رحيم‪ ،‬رحيم شاه‪ ،‬سېد حسېن‪ ،‬مقاله مشموله مياشتينۍ پښتو‪ ،‬پېښور‪ ،‬پښتو اکيډمي‪ ،‬جلد‪ ،18 :‬شماره‪( ،8 :‬ستمبر ‪ ،)1986‬مخ‪:‬‬
‫‪24‬‬
‫‪ 54‬حسېن‪ ،‬ديوان حسېن‪ ،‬مرتّبه همېش خليل‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ،1958 ،‬مخ‪248:‬‬
‫‪ 55‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪333:‬‬
‫‪ 56‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪132‬‬
‫‪ 57‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪251‬‬
‫‪ 58‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪433‬‬
‫‪ 59‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪484‬‬
‫‪ 60‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪45 :‬‬
‫‪ 61‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪42:‬‬
‫‪ 62‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪206:‬‬
‫‪ 63‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪269:‬‬
‫‪ 64‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪294:‬‬
‫‪ 65‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪401:‬‬
‫‪ 66‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪345‬‬
‫‪ 67‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪288‬‬
‫‪ 68‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪212‬‬
‫‪ 69‬همېش خليل (مرتّب)‪( ،‬خاکه) ديوان حسېن‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ، 1958 ،‬مخ‪:‬ق‬
‫‪ 70‬حسېن‪ ،‬ديوان حسېن‪ ،‬مرتّبه همېش خليل‪ ،‬پېښور‪ ،‬پبلک ارټ پريس‪ ،1958 ،‬مخ‪459:‬‬
‫‪ 71‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪162 :‬‬
‫‪ 72‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪53:‬‬
‫‪ 73‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪455:‬‬
‫‪ 74‬هم دغه اثر ‪ ،‬مخ‪58:‬‬

You might also like